Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما : د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰) : ملګرو ملتونو ویلي چې له افغانستان څخه په مې میاشت کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ملکي تلفاتو کچه په بې ساري توګه لوړه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له خوا د زمري په ۴مه، د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي، د دې کال په لومړۍ نیمايي کې ملکي تلفات د ریکارډ کچې ته رسېدلي، په ځانګړي ډول د مې له میاشتې راهیسې چې له افغانستان څخه د نړیوالو نظامي ځواکونو وتل پیل او د طالبانو له بریدونو وروسته جګړه سخته شوه د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې په چټکۍ زیاتوالی رامنځ ته شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د تاوتریخوالي له پام وړ کموالي پرته به، ۲۰۲۱ کال له کله چې یوناما په افغانستان کې د ملکي مرک ژوبلې ثبتول پیل کړي د ملکي تلفاتو له اړخه، په یوه کال کې ترټولو لوړه کچه ملکي تلفات ثبت کړي.

په راپور کې راغلي، په وسله والو جګړو کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال ملکي وګړو ساتنې د نیمایي کال راپور ۵۱۸۳ ملکي تلفات (۱۶۵۹ وژل شوي او ۳۲۵۴ ژوبل) ثبت کړي دي، چې د ۲۰۲۰ کال د ورته مهال په پرتله ۴۷ په سلو کې زیاتوالی ښيي.

په راپور کې زیاته شوې : " د جدي اندېښنې وړ مسئله د مې له لومړۍ نېټې را وروسته موده کې د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی دی، چې ډېر ملکي تلفات د مې او جون ترمنځ موده کې رامنځ ته شوي چې کچه یې تقریبا د مخه څلورو میاشتو په اندازه ده. "

په راپور کې راغلي، د مې او جون په میاشتو کې ټولټال ۲۳۹۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې (۷۸۳ وژل شوي او ۱۶۰۹ ټپیان) - چې دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما په منظم ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي په دغه موده کې ترټولو لوړه شمېره ده. د ۲۰۲۱ له جنورۍ تر اپریل میاشتو موده کې ۲۷۹۱ تنو   ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې (۸۷۶ وژل شوي او ۱۹۱۵ ټپیان).

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز ویلي:" له طالبانو او افغان مشرانو هیله کوم چې د جګړو بې خونده او وحشتناکې تراژیدۍ او پر ملکي وګړو يې، ويجاړونکو اغېزو ته پام وکړي. دا راپور ښکاره خبرداری وړاندې کوي چې که د زياتېدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي، نو سږکال به بې شمېره ملکي افغانان ټپيان او ووژل شي."

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې چې د یوناما مشره هم ده پر طالبانو او افغان مشرانو غږ وکړ:"د خبرو اترو پر مېز دې خپلې هڅې چټکې کړي، د افغان پر وړاندې د افغان د جګړې مخه دې ونیسي. افغانان دې خوندي کړي او د هغوی د ښه راتلونکي لپاره دې هیله ورکړي."

په راپور کې راغلي، د مې او جون په خونړیو میاشتو کې ډېری جګړې له ښارونو بهر نسبتآ کم نفوسه سیمو کې ترسره شوې دي. ملګري ملتونه سخته اندېښنه لري چې که په ښاري ګڼ مېشتو سیمو کې پوځي کړنې ترسره شي، نو د افغان ملکي وګړو لپاره به یې پایلې فاجعه لرونکې وي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي : " د نظامي حل هڅه به یوازې د افغانانو کړاو زیات کړي."

ملګري ملتونه ښکیلو غاړو ته د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې د دوی نړیوال مسوولیتونه وریادوي، په مشخص ډول په دې تړاو د دوی ترسره کړو ژمنو ته اشاره کوي چې ترټولو وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۸مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د قطر په دوحې کې ګډه خپره شوې بیانیه ده چې دوی په کې ملکي وګړو ته د زیان نه رسېدو ژمنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، مشخصه ټکان ورکونکې او ژوره اندېښنه داده چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې نږدې نیمايي ملکي مرګ ژوبله، ښځو، هلکانو او نجونو ته ور اوښتې چې د ټولو ملکي تلفاتو ۴۶ په سلو کې برخه جوړوي چې ۳۲ په سلو کې یې بیا ماشومان دي چې ټول یې – ۱۶۸۲ تنه تلفات کیږي (۴۶۸ وژل شوي او ۱۲۱۴ ټپیان)، ۱۴ په سلو کې تلفات ښځو ته اوښتي چې ټول ۷۲۷ تنه کیږي (۲۱۹ وژل شوي او ۵۰۸ ټپیان).

په راپور کې راغلي، د حکومت مخالف عناصر د ټولو ملکي تلفاتو د ۶۴ په سلو کې مسوولیت لري چې " ۳۹ په سلو کې یې د طالبانو، نږدې ۹ په سلو کې یې د داعش د خراسان ډلې له خوا او ۱۶ په سلو کې یې د نا مشخصو حکومت مخالفو ډلو" له خوا رامنځ ته شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، حکومت پلو ځواکونو ته د ۲۵ په سلو کې ملکي تلفاتو مسوولیت منسوب شوی چې له ډلې یې، ۲۳ په سلو کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او ۲ په سلو کې یې د حکومت پلوه وسله والو ډلو او نا مشخصو حکومت پلو ځواکونو له خوا.

یوناما د ټولو تلفاتو ۱۱ په سلو کې د ځمکنیو جګړو او ډزو له امله او نور ډول پېښو لکه د ناچاوده توکو او د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شویو چاودنو ته منسوبوي، چې مشخص اړخ یې نه شي په ګوته کېدی.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال د ورته مودې په پرتله، حکومت ضد عناصرو ته منسوب ملکي تلفات۶۳ سلنه ډېر شوي، پداسې حال کې چې دولت ته منسوبو ځواکونو له لوري ملکي تلفات ۳۰ سلنه ډېروالی ښیي.

د یادونې ده، یوناما چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په سیستماتیک ډول ملکي تلفات مستند کول پیل کړي، دا لومړی ځل دی چې نړیوالو نظامي ځواکونو ته د ملکي تلفاتو یوه پېښه هم نه ده منسوب شوې. دغې جګړې په ځانګړې توګه افغان د افغان پر وړاندې د جګړې بڼه خپله کړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.