Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د کرونا په شک د قرنطین شوو کسانو د ډوډۍ په نوم پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي

خوست کې د کرونا په شک د قرنطین شوو کسانو د ډوډۍ په نوم پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي

author avatar
27 Jul 2021 - 09:44
خوست کې د کرونا په شک د قرنطین شوو کسانو د ډوډۍ په نوم پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي
author avatar
27 Jul 2021 - 09:44

خوست ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په خوست کې د کرونا د لومړۍ څپې پرمهال سلګونه زره افغانۍ د هغو کسانو د ډوډۍ په نوم له بانک څخه ايستل شوې دي چې د کرونا شک پرې کېده او اړوندو چارواکو ويل چې دغه کسان يې قرنطين کړي دي.

د دغو سندونو له مخې، دغه پيسې د کرونا د لومړۍ څپې پرمهال د خوست په قبايلو لېسه کې د هغو قرنطين شويو خوستي مسافرو په نوم ايستل شوي چې له بهرنيو هېوادونو څخه دغه ولايت راغلي وو.

دغه سندونه چې د اړونده ولايتي چارواکو له خوا لاسليک او مهر شوي هم دي، ټولټال په کې د ۴۴۱ کسانو نومونه ليکل شوي چې ګوندې له بهرنيو هېوادونو راغلي او د قبايلو په لېسه کې قرنطين شوي دي.

د ترلاسه شويو اسناد له مخې، د يادو کسانو په نوم په خوست ښار کې له سیټي سنټر هوټل څخه ١٢٩٩خوراکه ډوډۍ وړل شوې چې د هر خوراک بيه يې ٣٥٠ افغانۍ ښودل شوې ده.

خو د دغې موضوع د لا روښانتیا لپاره د يادو کسانو له ډلې ځينو له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې دوی ته په دغه مرکز کې يو وخت ډوډۍ هم نه ده ورکړل شوې.

هغوی زياته کړه چې دوی د قرنطين ياد مرکز ته يواځې يوځل د نوم ليکنې په موخه غوښتل شوي او بيا نه دي ورغلي.

پژواک د يادو کسانو له ډلې له شاوخوا ٣٠ کسانو سره خبرې کړي خو يوه يې هم دا ونه ويل چې په دغه مرکز کې قرنطين شوی او يا يو وخت ډوډۍ ورکړل شوې ده.

د همدې کسانو له ډلې محمد عثمان پژواک ته وويل: “موږ يې يوه ورځ هم نه يو قرنطين کړي او نه يې ډوډۍ راکړې ده، دا هسې بې ځايه خبرې دي.”

د اسنادو له مخې، په دغو لېستونو کې د قرنطين شويو کسانو په نوم د داسې کسانو نومونه هم ليکل شوي چې هماغه مهال د خوست په ملکي روغتون او يا د کرونا په روغتون کې يې دندې درلودې.

د ۱۲۹۹ خوراکونو لپاره سلګونه زره افغانۍ د تېر ۱۳۹۹ لمريز کال د ليندۍ په ۲۷مه د خوست د مالي او اداري رياست د ۲۴۹ ګڼه مکتوب غوښتنې په اساس او د خوست د پخواني مرستيال والي عبدالواحد پټان په منظورۍ له بانک څخه ايستل شوې دي.

په مکتوب کې راغلي چې د قبايلو لېسې د قرنطين شويو کسانو لپاه د سیټي سنټر هوټل څخه ډوډۍ راوړل شوې ده چې د عامې روغتيا رياست د (۹۸) ۱۹/۸/۱۳۹۹ نېټې ګڼه ليک له رويه جمله ۱۲۹۹ خوراکه ډوډۍ کېږي چې د پيشلمي خوراک په «۱۲۰» افغانۍ او د ماښام خوراک په «۲۳۰» افغانۍ کېږي چې د يوه خوراک جمله قيمت «۳۵۰» افغانۍ کېږي او د ټولو خوراکونو مجموعه «۴۵۴۶۵۰» افغانۍ کېږي د مجرايي لپاره يې په اړونده مرجع باندې امر عنايت کړی.

پژواک په دې اړه د خوست د مالي او اداري رييس حکيم الله اکبر نظر ته شاوخوا دوه اوونۍ په تمه شو، خو هغه بيا هم خبرو کولو ته حاضر نه شو.

اخوا په خوست ښار کې د سيټي سنټر په نوم د ياد هوټل يو تن مسوول صفي الله امرخېل بيا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې ډوډۍ ورڅخه وړل شوې خو د ډوډۍ د ورکړې په موخه د ولايت مقام او د دوی ترمنځ هيڅ قرارداد او يا بل رسمي سند وجود نه درلود.

د دې ترڅنګ د کرونا له پيسو څخه د نظارت کمېټه هم تاييدوي چې ولايت مقام له ياد هوټل څخه د قرنطين شويو کسانو په نوم پرته له کوټيشن او قرارداد څخه ډوډۍ اخيستې چې د طرزالعمل خلاف کړنه ده.

د خوست د ولايتي شورا مرستيال حبيب خان تڼيوال او د نظارت کمېټې رييس وايي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې د مصرف شویو پيسو په ځينو برخو کې فساد شوی دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تدارکاتو کمېټې د خريدارۍ ځينې نور هغه اسناد چې فساد په کې موجود دی دوى ته نه دي ورکړي.

دی وايي: “له سیټي سنټر هوټل څخه د مريضانو په نوم خوراکونه راوړل شوي، خو مريضانو ته نه دي ورکول شوي او دغه کار له کوټېشن او قرارداد پرته شوى دى.”

په خوست کې د کرونا پیسې په غير اړينو برخو هم لګول شوې دي:

د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، د کرونا په لومړۍ څپه کې خوست کې نږدې پنځه ميليونه افغانۍ له اړتيا پرته په نمايشي ډول د شیخ زايد پوهنتون د نجونو د ليليې او د کادري روغتون د ودانيو پر رنګ او ترميم مصرف شوې دي.

هغه سندونه چې پژواک په دې اړه ترلاسه کړي، په کې څرګندېږي چې د دغې ليليې او د روغتون د ودانيو ځينې برخې نمايشي رنګ او ترميم شوې دي او اساسي کار نه دی پرې شوی.

د شيخ زايد پوهنتون د نجونو ليليه د کرونا د لومړۍ څپې پرمهال د ښځينه ډاکټرانو او نرسانو د استوګنې او همدا ډول کادري روغتون د کرونا ناروغانو د درملنې په موخه ځانګړي شوي وو.

په همدې حال کې د نظارت د کمېټې پخوانی غړی او د خوست د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر عبدالحکيم ځدراڼ هم په تدارکاتو کمېټه کې د فساد تور پورې کوي او وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ځانګړې شوې پیسې يې په هغه څه د مصرف په نوم له بانک څخه ایستلي چې هیڅ اړتیا یې نه محسوسېده.

نوموړي له پژواک اژانس سره خبرو کې د دې ښه بېلګه همدا د نږدې پنځو ميليونو افغانيو په لګښت د شيخ زايد پوهنتون د نجونو د ليليې او د کادري روغتون د ودانيو رنګ او ترميم يادوي.

هغه زياتوي له همدې امله يې د يادې کمېټې غړيتوب هم پرېښوده چې د تدارکاتو کمېټې پرې د خريدارۍ هغه سندونه لاسليکول کومو کې چې ښکاره فساد موجود و.

پژواک هغه تصويرونه هم ترلاسه کړي چې د ليليې او د روغتون د ودانيو يو شمېر برخې پرخپل ځای پاتې دي او يواځې په نمايشي ډول رنګ او ترميم شوي دي.

د سندونو له مخې، د تېر ۱۳۹۹ لمريز کال د غبرګولي په ۲۴ مه د خوست پخواني مرستيال والي عبدالواحد پټان، د عامې روغتيا رييس، د ولايت مقام مالي او اداري رييس او د خوست مستوفي په ګډون د دغه ولايت ۱۶ مهم دولتي کار کوونکي د کرونا پيسو کې د حيف او ميل په تړاو څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

بل لورته د خوست ولايت مقام مسوولین په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي. خو د خوست استیناف څارنوالۍ رييس روح الله کامران پژواک ته وويل چې د کرونا مسئله کې ټول دخيل کسان تر څار لاندې دي او په اړه به يې قانوني پرېکړه کيږي.

د يادونې ده چې تر اوسه پژواک د کرونا په قضيه کې د فساد اړوند لسګونه راپورنه خپاره کړي چې له مخې یې سلګونه ميليونه افغانۍ فساد په کې شوى دى.

 

Views: 286

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.