کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۰): د بهرنيو چارو وزارت وایي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د لور تښتونې په اړه ځینې راپورونو او طبي اسناد ښیي چې مېرمن سلسله له تښونې وروسته شکنجه شوې او فزیکي او رواني ځورول شوې ده.
دغه مطلب د بهرنیو چارو وزارت له لوري په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې له همدې امله هېڅ دلیل نه شي کولای داسې جرمي پېښه توجیه کړي چې د طبي راپورونو او نورو موجود شواهدو په اساس ثابت شوي وي.
سرچینې زیاته کړې، د پاکستان دولت د خپلو نړیوالو تړونونو او ژمنو سره سم مکلف دی چې د سیاسي نمایندګیو امنیت او د افغان ديپلوماتانو او د هغوی د کورنیو بشپړ امنیت تامین کړي. له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت د اختطاف پېښې د تعقیب پروسې ګړندي کولو، د دغه جرم د عاملینو د سمدستي نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي څو د یوې ګډې پلټنې ترسره کولو او د مېرمن سلسلې د تښتونې قضیې په اړه معلومات شریک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د پلټنو بهیر تراوسه نه دی بشپړ شوی؛ نو په دې برخه کې د پاکستاني چارواکو هر ډول له وخته مخکې څرګندونې به د خلکو احساسات نور هم زیانمن کړي او د پلټنو د شفافیت او اعتبار په اړه به اندېښنې ډېرې کړي.
د یادونې ده چې یوې باوري حکومت سرچینې د چنګاښ په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علي خېل د روان کال د چنګاښ پر ۲۵مه نېټه هغه مهال وتښتول شوه چې د سودا اخیستو لپاره یوه مارکېټ ته تللې وه.
سرچینې زیاته کړه وه چې تښتونکو "سلسله علي خېل" شکنجه کړې، هغې سخته ضربه ليدلې چې د هډوکي کسر هم لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP