ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مټاخان خلک: جګړو مو د غنمو فصلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ کړي

د مټاخان خلک: جګړو مو د غنمو فصلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ کړي

author avatar
30 Jul 2021 - 11:39
د مټاخان خلک: جګړو مو د غنمو فصلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ کړي
author avatar
30 Jul 2021 - 11:39

ښرنه (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۰): د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چي د جګړو له امله يې کورونه او د غنمو فصلونه د له منځه تلو په حال کي دي.

د مټاخان ولسوالۍ دوو اوسېدونکو سردار او ظاهر پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې ۲۰ ورځې کېږي په مټاخان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري جګړه روانه ده.

سرچينه زياتوي، د جګړو له امله نږدې پنځه زره کورونه بې ځايه شوي او د غنمو فصلونه يې د له منځه تلو په حال کي دي.

هغوی له دواړو لورو غواړي چې جګړه و دروي او خلکو ته اجازه ورکړل شي چې خپلو کورونو ته لاړ شي او د غنمو فصلونه چې د کال خواري يې ده، حاصل ترې واخلي.

د يادې ولسوالۍ د فقير کلا يوه مېرمن چې دوه ماشومان هم ور سره دي او نه غواړي نوم يې خپور شي، وايي چې لس ورځې کېږي له کوره د جګړو له امله را وتلي، اوس د خاوند او کورنۍ د نورو غړو په اړه معلومات نه لري.

د ولايتي شورا رييس بختيار ګل ځدراڼ پژواک خبري اژانس وويل چې وسله والو طالبانو د خلکو له کورونو جګړه کوي چې خلک يې نورو سيمو ته په ايستو مجبوره کړي دي.

د ده په وينا، په يادو جګړو کې امنيتي ځواکونو، وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ وايي چي په جګړو کې يې تر ۵۰ زيات طالبان وژلي او په همدومره شمېر ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه، ولسوالۍ ته يې تازه دمي ځواکونه رسېدلي او له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې دي.

طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.