کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې درې افغانان د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
بيبيسي راپور ورکړی چې دا پېښه د سېشنبې په شپه د هزار ګنجي کراس سیمه کې شوې ده.
د سیمې د پولیسو مرستیال قوماندان خضر حیات ویلي چې څلور افغان وګړي د افغانستان له پولې سره نږدې د چاغي ولسوالۍ د دالبندین له سیمې کوېټې ته رسېدلي وو او غوښتل یې د کلا عبدالله ګلستان سیمې ته لاړ شي.
هغه ویلي چې یاد کسان د کوېټې ښار په څنډه کې د هزارګنجي کراس سیمه کې د ګلستان پر لور د تلو په تمه وو چې دوه موټرسایکلسپاره وسلهوال راغلل او پر هغوی یې ډزې وکړې.
د ده په خبره، د ډزو له امله له دغو څلورو افغانانو دوه کسان ځای پر ځای ووژل شول، په داسې حال کې چې دوه نور د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول. له دغو دوو ټپیانو یوه وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
هغه ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو په دالبندین کې د یوه کس لپاره کار کاوه او د ګلستان پر لور د تګ لپاره کوېټې ته راغلي وو.
د نوموړي په خبره، تر اوسه د دغه برید انګېزه نه ده معلومه خو په اړه یې پلټنې روانې دي.