کابل (پژواک، ۸ زمری ١٤٠٠): د کابل پولیس وایي، نن سهار د درندې وسلې یوه مرمې د پغمان ولسوالۍ له خوا توغول شوې او د پنځمې حوزې په مربوطات کې لګېدلې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبری اژانس ته د پورته مطلب د څرګندولو ترڅنګ وویل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د پنځمې حوزې اړوند په قمبر څلور لارو کې رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، دغه مرمۍ د ګاز پلورلو پر یوې هټۍ لګېدلې ده.
د هغه په وينا، دغه راکټ مرګ ژوبله نه درلوده، خو د هټۍ ته مالي زیان اوښتی دی.
دی وايي، دغه پېښه د دوی تر څېړنې لاندې ده.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن