Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه د امینه قوماندانۍ د امنیت مرستیال ووژل شو

فراه (پژواک، ١٥ زمری١٤٠٠): د فراه مسوولین وایي چې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر مرستیال حاجي قادر جان له څلورو ساتوونکو سره د طالبانو د کمین په ترڅ کې ووژل شو.

په فراه کې یوې باوري امنیتي سرچینې د زمري په ۱۵مه پژواک اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو له څو لوریو د فراه ښار پر امنیتي کمربند برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو.

د سرچینې په خبره، تېره شپه د فراه ښار د امنیتي کمربند د پولیسو یوې پوستې مرستې ته اړتیا درلوده چې د امنیت امر مرستیال حاجي قادر جان یادې پوستې ته د مرستې رسولو پرمهال له څلورو پولیسو سره د طالبانو د کمین په ترڅ کې ووژل شو.

یاده سرچینه وایي چې دغه راز تېره شپه د ښار په شمال لور کې طالبانو د ملي اردو یو بیس هم نیولی چې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .

په همدې حال کې د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع، له څلورو ساتوونکو سره د امنیه قوماندانۍ د امنیت د مرستیال حاجي قادر جان چې د ده ورور دی، وژل کېدل مني

پژواک هڅه وکړه چې د فراه د امینه قوماندانۍ او په دغه ولایت کې د مېشتې ملي اردو د دویمې لوا نظر واخلي خو بریالی نه شو.

بلخوا وسله وال طالبان د امنیه قوماندانۍ د امنیت د مرستیال او د ملي اردو د بیس د نیولو خبرونه تاییدوي او چې لس سرتېري وژل شوی او ۱۷نور نیول شوي دي.

د یادونې ده چې د فراه ولایت له مرکز پرته ټولې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.