غزني ښار (پژواک، ١٩ زمرى ١٤٠٠): د غزني روغتيايي مسوولين وايي چې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن له غرمې وروسته د غزني ښار د کلا سبز په سيمه کې د خلکو پر يوې ګڼې ګوڼې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
د غزني ولايتي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې درې جسدونه او ٢٠ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
دى وايي چې مړي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.
دغه راز د پېښې يو تن عيني شاهد رحيم الله پژواک ته وويل چې کلاسبز د غزني ښار تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه ده.
ده زياته کړه: ((غرمه وه چې درز شو، د خلکو په منځ کې د هاوان مرمۍ ولګېده، ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو نن د غزني ښار پر يو شمېر سيمو بريدونه پيل کړي دي.
بل لور ته د غزني چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې دا مهال د غزني له ١٨ څخه د ١٦ ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP