ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د جګړې له امله بېځایه شوو ۱۰ زره کورنیو ته کمپ جوړېږي

په کابل کې د جګړې له امله بېځایه شوو ۱۰ زره کورنیو ته کمپ جوړېږي

author avatar
10 Aug 2021 - 17:29
په کابل کې د جګړې له امله بېځایه شوو ۱۰ زره کورنیو ته کمپ جوړېږي
author avatar
10 Aug 2021 - 17:29

کابل(پژواک،۱۹ زمری۱۴۰۰): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د جګړې له امله بېځایه شوو ۱۰ زره کورنیو ته په کابل کې کمپ جوړېږي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاالدین جیلاني نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې له دوو میاشتو راهیسې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د جګړې له امله ۶۰ زره کورنۍ بېځایه شوې چې ډېری یې د کندهار، تخار، هلمند، فاریاب، تخار او کندوز اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړه چې له دې ډلې ۱۷ زره کورنۍ کابل ته راغلې دي.

نوموړي دې ته په اشاره چې تر اوسه ۵۳ زره کورنیو ته بېړنۍ مرستې وېشل شوې خو ډېر شمېر داخلي بېځایه شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د داخلي بېځایه شوو اړتیاوو ته د رسېدو په برخه کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

هغه په کابل کې ۱۷ زره بېځایه شوو کورنیو ته په اشاره وویل، دغه وزارت د کډوالو چارو وزارت او کابل ولایت په همغږۍ د ښار په بېلا بېلو سیمو لکه باریکاب، بګرامي، پلچرخي ګدامونو او هغو دولتي ځایونو کې د بېځایه شوو د لنډمهاله استوګنې لپاره د کمپ پر جوړېدو کار پیل کړی دی.

جیلاني وویل، دغه کمپونه ۱۰ زره کورنیو ته په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې تر راتلونکې یوې اوونۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال په یاد کمپ کې پر شرایطو برابرو بېځایه شوو کورنیو ته له درې تر پنځه زرو خېمو د وېش ظرفیت موجود دی.

جیلاني زیاته کړه چې هغو بېځایه شوو کورنیو ته د بېړنۍ رسېدنې بهیر چې د کابل سرای شمالي او شهر نو پارک سیمو کې راټول شوي له تېرې ورځې راهیسې پیل او تر نیمې شپې یې دوام درلود.

سرچینې روښانه کړه چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له تېر ماښام شپږو بجو څخه د شپې تر دوو بجو پورې له بېځایه شوو سره د ګرمې ډوډۍ، څښاک پاکو اوبو، کمپلو، فرش او سیارو تشنابونو مرسته کړې ده.

جیلاني له دغه سازمان څخه وغوښتل چې د کورنیو د بېځایه کېدو د مخنیوي لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي چې جګړه بنده کړي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه سخت کړي او د نیمروز، سرپل، جوزجان، تخار او سمنګان ولایتونو مرکزونه یې نیولي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.