Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبان : هېوادوالو او نړیوالو ته د یوه منلي نظام د جوړولو په اړه سلا مشورې کوو

طالبان : هېوادوالو او نړیوالو ته د یوه منلي نظام د جوړولو په اړه سلا مشورې کوو

author avatar
18 Aug 2021 - 17:59
طالبان : هېوادوالو او نړیوالو ته د یوه منلي نظام د جوړولو په اړه سلا مشورې کوو
author avatar
18 Aug 2021 - 17:59

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰) : د طالبانو د سیاسي دفتر غړي وایي چې افغانانو او نړیوالو ته د یوه منلي نظام او ښې حکومتوالۍ د جوړولو په موخه یې سلا مشورې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل تر نیولو درې ورځې وروسته د طالبانو مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پرون ماښام له یو شمېر نورو غړو سره کندهار ولایت ته ورسېد.

د دغه پلاوي غړي هر یو ملا خیرالله خیرخوا او ملا عبدالسلام حنفي کندهار ته له رسېدو څو ساعته وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د راتلونکي نظام د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ملا خیرخوا وویل چې د افغاني او اسلامي اصولو په رڼا کې نړیوالو ته د یوه منلي نظام د جوړولو په موخه هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: " بشري حقوقو ته ژمن یو، موږ د افغاني دودونو او اسلامي اصولو په رڼا کې هغه څه به وړاندې شي چې نړۍ په هغه باندې خپل رضایت وښيي، تراوسه چې څه روان دي ستایل شوي دي او نیوکې کمې شوي، هیله لرو چې نور هم په ښه توګه مخته ولاړ شو."

ملا خیرخوا وایي چې دوی په راتلونکي حکومت کې د ګډون لپاره مسلکي کادرنو ته اړتیا لري او د یوې ښې حکومتوالۍ د جوړولو لپاره یې په کندهار کې له ځايي مشرانو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر بل غړي ملا عبدالسلام حنفي وویل چې دوی د غچ اخیستو په فکر کې نه دي او د دولتي کار کوونکو او د بهرنیو ځواکونو د همکارانو په ګډون به هیچا ته هم زیان ونه رسېږي.

هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې له هېواده د وتلو اراده دې نه کوي او له دوی سره دې په ګډه د هېواد د جوړولو لپاره همکاري وکړي.

ده زیاته کړه : "موږ له نورو څخه د غچ اخیستلو لپاره نه یو، زما هیله له ټولو افغانانو دا ده چې نور خپل ځانونه ستړي نه کړي او له هېواده بهر ولاړ نه شيټول باید په خپل ګران هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي، موږ به ټوله انشاالله په ګډه خپل هېواد جوړ کړو."

حنفي په کابل کې د مخکني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح د هغې ادعا په اړه چې ځان د افغانستان مشروع سرپرست بولي وویل چې په افغانستان کې نور د جګړې او تاوتریخوالي دوره پای ته رسېدلې او هیڅوک دې د جګړې اعلان نه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.