ژبه

شجاع: سرحدي موضوعات دې په جدي توګه وڅارل شي

هجرت‌الله کاکړ

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۷

Views: ۶

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال  تخار ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې سرحدي موضوعات دې په جدي توګه وڅارل شي، د سیمې د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره دې پر وخت لازم اقدامات وشي.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت‌الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له ولايتي مسوولينو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست له رئیس، ، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر نورو منسوبينو سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د ياد ولايت د سرحدي سیمو د وضعیت، سرحدي موضوعاتو، امنیتي او اداري چارو د نظم د لا ښه ټینګښت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

سرچینې ویلي چې  شجاع د سرحدي مسوولینو راپورونه او معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا ښه ارزونې په موخه یې له هغوی سره لازمې مشورې شريکې کړې.

دغه وزارت زیاته کړې، نوموړي د سرحدي چارو د تنظیم او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې سرحدي موضوعات دې په جدي توګه وڅارل شي او د سیمې د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره دې پر وخت لازم اقدامات ترسره شي.