کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): اسلامي امارت د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا په اړه د ډلهییز امنیت تړون سازمان د سرمنشي د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې امنیتي ځواکونه د هېواد پر پولو کنټرول لري او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ متوجه نه دی.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشي طلعتبیک مسادیکوف ویلي چې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ وسلو او تجهیزاتو نوملړ نهایي شوی او ټاکل شوې چې لومړنۍ جوپه یې د روان کال په مني کې تاجکستان ته وسپارل شي.
هغه ویلي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیت یوازې د تاجکستان لپاره نه، بلکې د دغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې هيڅ هېواد ته ګواښ نشته.
هغه رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې ښه امنیت ټینګ کړی او په سرحدونو کې هم ټولو ستونزو ته متوجه دي.
مجاهد زیاته کړې: «دا اندېښنې چې تل اورېدل کېږي، زموږ په نظر تر ډېره حقیقت نه لري؛ کېدای شي د ځینو مغرضو هېوادونو استخباراتي کړۍ د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره ځیني ناسم او غلط معلومات دغه سازمان ته انتقالوي.»
د هغه په خبره، افغانستان څو ځله ټینګار کړی چې که کوم ګواښ متوجه وي، اسلامي امارت به ورسره جدي چلند وکړي او یاد هېوادونه او سازمان کولای شي خپلې اندېښنې له افغانستان سره شریکې کړي.