کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٧ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٦١ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٧٧ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٢٦٦٠ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٥ کسان په ننګرهار، ١٢ په بادغيس، ١٠ په فراه، ٨ په کابل، ٧ په کندهار، ٦ په بدخشان، ٦ په نورستان، ٥-٥ په بلخ او کندوز او ٣ په غور ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦١١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٨٨٦٣ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٠٨٣ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١٢ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن