ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ بیه مخ پر لوړېدو ده او دا مهال یو ډالر په ۸۱ افغانۍ تبادله کیږي

د افغانۍ بیه مخ پر لوړېدو ده او دا مهال یو ډالر په ۸۱ افغانۍ تبادله کیږي

author avatar
7 Sep 2021 - 13:48
د افغانۍ بیه مخ پر لوړېدو ده او دا مهال یو ډالر په ۸۱ افغانۍ تبادله کیږي
author avatar
7 Sep 2021 - 13:48

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو وروسته، د یوه امریکايي ډالر بیه په بې مخینې ډول ۹۶ افغانیو ته لوړه شوه، خو له څو ورځو راهیسې مخ په ټېټېدو ده او اوس ۸۱ ته رالوېدلې ده.

طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او دا مهال یې د هېواد ټول ولایتونه تر کنټرول لاندې دي.

مخکې له هغه چې کابل د طالبانو لاسته ولویږي، د یوه ډالر بیه ۷۸ افغانۍ وه، خو وروسته ۹۶ ته ورسېده، خو له څو ورځو راهیسې د افغانۍ بیه مخ پر لوړېدو ده.

په کابل کې د پیسو د راکړه ورکړې تر ټولو لوی مارکېټ (شهزاده سرای) یو صراف الله محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (د وږي ۱۶مه) سهار مهال د یوه ډالر بیه ۸۵ افغانۍ وه، شاوخوا ۱۱ بجې ۸۲ ته ورسېده او دا مهال (له غرمې وروسته یوه بجه) ۸۱ ته رسېدلې ده.

د ده په وینا، د پخواني حکومت تر له منځه تلو وروسته د بانکونو او شهزاده سرای تړل کېدل او په بانکونو کې د خلکو د پیسو بند پاتې کېدل د دې لامل شول چې د افغانۍ بیه راولویږي.

هغه وایي، چې شهزاده سرای له تېرې شنبې او یو شمېر بانکونو هم له څو ورځو راهیسې بېرته کار پیل کړی او د افغانۍ بیه هم ورسره لوړه شوې ده.

د ده په وینا، تر اوسه په شهزاده سرای او بانکونو کې کار عادي حالت ته نه دی رسېدلی او تمه ده چې په عادي کېدو سره یې د افغانۍ بیه نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګریزو توکو په وارداتو کې د کمښت او د افغانۍ د بیې په لوېدو سره د توکو بیې لوړې شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.