جلال اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښاروالۍ اړوند دوه کارکوونکي د لس زره افغانيو رشوت اخیستو په تور لاس په لاس ونيول شول.
مسوولين وايي، په نيول شوو کسانو کې د دغې ادارې د ساختمان د برخې يو انجنير شامل دى.
د جلال اباد ښاروالۍ وياند ناصر خان شېرزي د وږي په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دغې ادارې کشفي او امنيتي کسانو د مخکنۍ اطلاع پر بنسټ د ساختماني امريت يو انجنير او يو بل کارمند يې د رشوت په تور نيولي دي.
هغه زياته کړه، يادو کسانو له يو چا څخه د قانوني کار په بدل کې ۱۰ زره افغانۍ اخیستې چې ونيول شول.
د شېرزي په وينا، نيول شوو کسانو څخه امنيتي ارګانونو څېړنې پيل کړي او ډېر ژر به ورته قانوني سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جلال اباد ښاروالۍ له فساد څخه ډېر شکايتونه موجود و.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن