ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چنارتو اوسېدونکي: قضایي دوسيې مو اوس پر وخت څېړل کېږي

د چنارتو اوسېدونکي: قضایي دوسيې مو اوس پر وخت څېړل کېږي

author avatar
11 Sep 2021 - 15:27
د چنارتو اوسېدونکي: قضایي دوسيې مو اوس پر وخت څېړل کېږي
author avatar
11 Sep 2021 - 15:27

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): د اروزګان ولايت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پخوا به د قضايي دوسيو څېړلو او پرېکړو کلونه وخت نیوه، خو په دې وروستيو کې دغه ستونزه هواره شوې ده.

په اروزګان کې د پخواني حکومت قاضيانو او څارنوالۍ ويل چې د نا امنۍ او لارو د تړل کېدو له امله دوى نه شي کولاى ولسوالۍ ته سفر وکړي، نو ځکه د خلکو د قضايي او حقوقي دوسيو څېړل لږ ډېر وخت ته اړتيا لري.

خو د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د طالبانو په راتلو سره دغه ستونزه تر دېره هواره شوې ده.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي سید کریم پژواک ته وویل، طالبان پر وخت دوسيې څېړي او د رشوت اخيستو مخه يې هم نيولې ده.

ده زياته کړه: ((مخکې موږ د يوې وړې قضيې د حل لپاره هم مجبور وو چې مرکز ترينکوټ ته لاړ شو خو اوس دغه ستونزه تر ډېره حل شوې ده.))

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله اوس خلک په اسانه کولاى شي قضايي ادارو ته لاسرسى پيدا کړي.

ده زياتوي: ((پخوا د يوه قضايي او څارنوال ليدل ډېره سخته وو خو اوس دغه مشکل تره ډېره حل دى.))

د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د چنارتو ولسوالۍ د مرافعې محاکمې مفتي امين الله راجي پژوک ته وويل چې د نورو دوسيو ترڅنګ د دوى هغه قضايي او حقوقي دوسيې هم څېړي چې د پخواني حکومت پر مهال نه وې څېړل شوې.

دى وايي: ((موږ کوښښ کوو چې ادارې او کسان ډېر کړو څو د خلکو ټول مشکلات پر خپل وخت سره حل شي.))

د يادونې ده، د پخواني حکومت پر مهال د چنارتو ولسوالۍ عمومي لار د څو کلونو لپاره د نا امنۍ له امله تړل شوې وه.

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.