میمنه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۰): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د برېښنا شرکت یو کارکوونکی د نا پېژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د درېیمې حوزې امر داملا ضیاءالحق پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۲۴ کلن حمیدالله په فاریاب کې د برېښنا شرکت کارکوونکی و چې تېره شپه په څلورمه ناحیه کې ناپېژاندو وسله والو په چاقو او تومانچې پر ډزو وژلی دی.
هغه زیاته کړه چې د یاد ځوان د وژل کېدو څرنګوالی نه دی معلوم؛ خو د قضیې په تړاو د یوې کورنۍ درې غړي نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
په فاریاب کې د برېښنا رییس انجنیر ولي محمد اورتاق تایید کړه چې حمیدالله د دغه ریاست د مېتر خوانۍ برخې مامور و.
د میمنې په روغتون چې د عاجلې برخې ډاکترانو وویل چې د حمیدالله جسد یې کتلی او لیدلې یې دي چې غاړه یې پرې شوې او د خېټې په برخه کې څو چړې او یوه مرمۍ لګېدلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP