کندوز ښار (پژواک، ٢١ وږى ١٤٠٠): د کندوز ښاروال ادعا کوي چې د پخواني حکومت ښاروالي په ښار کې له لاس پلورونکو د مياشتې لس ميليونه افغانۍ ترلاسه کولې.
د کندوز ښاروال مولوي الياس د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وويل چې د ښار له بېلابېلو سيمو يې د کانکريټي موانعو لرې کولو لړۍ پيل کړې ده.
ده وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست او استيناف محکمې عمومي سړکونه د خلکو پر مخ تړل شوي وو چې دغه ټول بېرته پرانيستل شول.
هغه وايي: ((مخکنۍ ښاروالۍ دلته په ښار کې له لاس پلورونکو د مياشتې لس ميليونه افغانۍ ټولولې خو دغه لړۍ اوس موږ بنده کړې او څوک نه شي کولاى له چا څخه غير قانوني پيسې واخلي.))
د نوموړي په وينا، د کندوز ښار د پاکولو لپاره هم حشر هم پيل شوى، څو دغه ښار له جنګي بڼې څخه بېرته عادي بڼه خپله کړي.
د کندوز ښاروال وايي چې د عوايدو له ټولولو سره يې د ښاروالۍ د ټولو کارکوونکو معاشونه ورکړي او دا مهال ټول په نورمال ډول خپلې دندې پر مخ بيايي.
بل لور ته د کندوز ښار اوسېدونکي نظيف الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د کندوز ښار د پاکوالي لپاره جدي هلې ځلې پيل شوي دي.
نوموړى وايي: ((موږ هم اورېدلي چې له لاس پلورونکو څوک پيسې نه شي اخيستلاى او د ښار پاکوالى هم پيل شوى دى.))
همدارنګه د کندوز بل اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل: ((په کندوز ښار کې سخته جګړه تېره شوې، وضعيت يې ډېر خراب دى، د پاکوالي لپاره يې بايد جدي کوښښ وشي؛ ځکه دغه ډول ښار د خلکو پر روان بد اغېز کوي.))
بل لور ته د کندوز ښاروالۍ مسوولين له خلکو غوښتنه کوي چې د ښار په پاکوالي او نظم کې له دوى سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP