ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د غوړیو او بورې بیې ټیټې شوې دي

کابل کې د غوړیو او بورې بیې ټیټې شوې دي

author avatar
18 Sep 2021 - 15:49
کابل کې د غوړیو او بورې بیې ټیټې شوې دي
author avatar
18 Sep 2021 - 15:49

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېرې اوونۍ په پرتله د غوړيو او بورې بیې ټيټې شوې خو د قزاقي اوړو، روسي سروزرو، تور چای او پټرولو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار تایمني څلورلاره کې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۱ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې خو د یوه لېتر ډېزلو بیه د تېرې اوونۍ په شان ۵۲ افغانۍ ده.

د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط وروسته دا چې کابل نظامي حالت غوره کړ، صادرات او واردات بند شول، ټولې دولتي اوغیر دواتي ادارې وتړل شوې، د لومړنیو خوراکي او نفتي توکو بیې هم لوړ شوې.

د ګاز بیه له کوم تغییر پرته پر خپل حال پاتې ده.

د کابل ښار کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل، د یو کیلو ګاز بیه د تېرې اوونې په څېر ۷۰ افغانۍ ده.

د تور چای او اوړو بیې لوړې او د بورې او غوړیو ټيټې شوې دي.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وویل چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله په عمده ډول یوه ۴۹ کیلویي قزاقي اوړه له ۱۸۵۰ څخه ۱۹۰۰ افغانیو او یوه کیلو تور افریقایي چای له ۳۴۰ نه ۳۸۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

خو د هغه په وینا چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله په عمده ډول د یوې ۴۹ کیلویي بورۍ هندي بورې بیه له ۲۵۵۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو او ۱۶ لېتره مالیزیي غوړي له ۲۱۵۰ نه ۲۰۸۰ افغانیو ته را ټیټ شوي دي.

نوموړي وویل، نن لکه د تېرې اوونې په څېر په عمده ډول د لومړۍ سېله پاکستانۍ وریځو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلو شین اندو نیزیایي چای بیه  ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو پرچون بیه، د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو نورو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ یو خوراکه پلورونکی حامد صوفي زاده وایي چې نن د یوې ۴۹ کیلویي بورۍ قزاقي اوړو بیه ۱۹۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلویي بورۍ لومړۍ سېله پاکستانۍ وريځه بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د یوې ۴۹ کیلويي هندي بورې بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره پیپ غوړيو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، د یو کیلو اندونیزیایي شین چای بیه ۳۶۰ افغانۍ او د یو کیلو تور افریقایي چای بیه ۳۹۰ افغانۍ ده.

د روسي سرو زرو بیه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار مریم لېسې بازار یو زر پلورونکی محمد جاوېد وایي، نن لکه د تېرې اوونۍ په څېر یو ګرام  ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۳۸۰۰ افغانۍ پلوري.

د هغه په وینا، نن د تېرې اوونۍ په نسبت د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي زرو بیه له ۲۹۵۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې په کابل ښار کې د سرو زرو په بیو کې تغییر، د نړیوال بازار له بیو سره تړاو لري.

د کابل ښار د شهزاده سرای «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن امریکایي ډالر په ۸۵،۸۰ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۳ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۲۰مه د یوه امریکایي ډالر د اخیستو ارزښت ۸۴،۲۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۵ افغانۍ تبادله کېدې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.