Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې وزارت: نارینه کارکوونکي دې دندو ته حاضر شي

کابل (پژواک، ۲۸ وږی۱۴۰۰): د پوهنې وزارت سرپرست په ملي او اسلامي روحیه پر ښوونه او روزنه د ټینګار ترڅنګ د دغه وزارت له مسوولینو وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنې وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې سر له سبا (د وږي په ۲۹ مه) دې ټول نارینه کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شي.

سرچینې لیکلي، د نورالله منیر په مشرۍ د پوهنې وزارت ناسته د دولت د ښوونې او روزنې کمېسیون او د دغه وزارت د رییسانو په ګډون ترسره شوه.

د خبرپاڼې په حواله، د پوهنې وزارت سرپرست په ملي او اسلامي روحیه د هېواد د بچیانو پر ښوونه او روزنه ټینګار وکړ، له رییسانو او مسوولینو یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.