Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې ٨٥ سلنه توليدي فابريکې له فعاليت څخه پاتې دي

مزارشريف (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د صنعتي پارکونو یو شمېر فابريکه لرونکي وايي، که نوی حکومت ورته اسانتياوې برابرې کړي؛ نو دوی حاضر دي چې د توليداتو کچه لوړه کړي.

دغه صنعتکاران وايي چې دمګړۍ د خامو توکو نشتون او په بانکونو کې پر پیسو د محدوديت له امله د ډېری فابريکو توليدي چارې ځنډېدلې دي.

په ورته مهال د بلخ د صنعت او کانونو ادارې مسوولين هم تاييدوی چې مزارشريف ښار کې ۸۵ سلنه توليدي فابريکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

مزارشريف کې يو شمېر صنعتکاران او د توليدي فابريکو مسوولين وايي، که نوی حکومت ورته اسانتياوې برابرې کړي؛ نو دوی ژمن دي چې د توليداتو کچه به لوړوي.

صنعتکار بسم الله همدرد چې د مزار په صنعتي پارکونو کې د اوړو د پروسس فابريکه لري وايي چې وروستيو دوه مياشتو کې يې د فابريکې توليدي چارې په بېساري ډول ټکنۍ شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې مزارشريف ښار کې ټولټال ۴۹ توليدي فابريکې موجودې دي، چې اوسمهال يې ښايي يواځې پنځه فابريکې فعالې وي.

نوموړی زياتوي چې ډېری فابريکو د خامو توکو د نشتون له امله خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

دغه صنعتکار چې خپله د اوړو د پروسس فابريکه لري وايي چې د غنمو د کمښت له امله يې چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه زياته کړه: ((متاسفانه د تجار او فابريکه لرونکي تر منځ ناسالم رقابت روان دی. موږ بار بار له سوداګرو غوښتنه کړې چې له بهر څخه د اوړو پر ځای غنم وارد کړي تر څو په دې ډول زموږ لپاره خام مواد پيدا شي او هم په دې ډول اوړه په بازار کې په ارزانه بيه تمامېدای شي، خو هغوی دا کار نه کوي.))

نوموړی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د صنعتکارانو د ستونزو د حل برخه کې بايد کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه صنعتکار زياتوي، که د مزارشريف د صنعتي پارکونو ټولې فابريکې فعاله شي نو په مستقيم ډول ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابرېږي او په غير مستقيم ډول زرګونه کسان ترې مستفيد کېږي.

په مزارشريف کې د صنعتي پارکونو يوه بل صنعتکار نجم الدين صديقي پژواک ته وويل چې په بانکونو کې د پيسو پر لېږد رالېږد وضع شوو محدوديتونو له امله ډېر زيان صنعتکارانو ته اوښتی دی.

هغه زياته کړه چې له همدې امله هېواد ته د خامو توکو د واردولو کچه په بیساري ډول راټيټه شوې ده.

نوموړي وويل: ((دمګړۍ موږ د پېر او پلور توانايي نه لرو، ځکه چې پيسې مو په بانک کې بندې دي او د تجارت لپاره نغدو پيسو ته اړتيا ده.))

د هغه په خبره، که په نږدې وخت کې د بانکونو ستونزه حل نه شي؛ نو مزارشريف کې پاتې فابریکې به هم خپل فعالیت وځنډوي.

دغه صنعتکار وايي، که فابريکې په نورمال ډول خپل فعاليت وکړي؛ نو ورسره خلکو ته کار پيدا کېږي او په دې ډول په ټولنه کې د جرايمو کچه هم ټيټيږي.

په ورته مهال د بلخ ولايت د صنعت او کانونو رييس محمد ياسين اکبري تاييدوي چې دغه ولايت کې ۸۵ سلنه فابريکو خپل فعاليت ځنډولی دی.

هغه وايي چې له امنيتي اړخه ټولې ستونزې حل شوي او هر صنعتکار له وېرې پرته کولای شي خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي.

خو د هغه په وينا، د نوي تحول له رامنځته کېدو سره يو لړ موقتي ستونزې د دې لامل شوي چې د صنعتکارانو چارې له خنډ سره مخ شي.

اکبري د حکومت له چارواکو او اړونده مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د بانکونو ستونزې ته رسېدنه وکړي، څو سوداګر او صنعتکاران خپلو پيسو ته لاسرسی پيدا کړي.

نوموړی وايي چې له هر څه وړاندې بايد د خامو توکو د واردولو لپاره زمینه سازي وشي.

له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو چارو رييس مولوي يارمحمد شبير چې د مزارشريف له صنعتي پارکونو څخه يې ليدنه کوله ډاډ ورکوي چې د صنعتکارانو ستونزې به ژر حل شي.

هغه وويل چې د صنعتکارانو ستونزې يې ياداشت کړي او د حل لپاره به يې د مرکزي ادارې له چارواکو سره شريکې کړي.

نوموړی زیاتوي چې د حکومت رهبري په دې هڅه کې ده څو سوداګرو او صنعتکارانو ته ډاډه کاري چاپېريال رامنځته کړي.

د يادونې ده چې د بلخ ترڅنګ په کابل، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې هم د يادو ستونزو له امله ګڼ شمېر توليدي فابريکو خپلې چارې درولې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.