کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په هرات کې د ټاپي پروژې ۱۲۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې او چارې به یې د روان میلادي کال تر پایه بشپړې شي؛ دغه راز په دغه ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین کار پیل شوی او د ۲۲ کیلومټره فرعي نللیکې د جوړولو چارې به یې هم ژر پیل شي.
ټاپي د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند د ګازو نللیکې ستره سیمهییزه پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره دی او ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي. د دې پروژې کار د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۱مه په هرات کې پیل شوی.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن ویلي چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، هرات کې د پروژې له ۱۵۳ کیلومټره مسیر څخه ۱۴۵ کیلومټره هوار او چمتو شوی، ۱۲۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې، ۱۲۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، د نللیکې خښولو لپاره ۸۷ کیلومټره جر کیندل شوی او ۵۱ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
سرچنه زیاتوي، د پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومټره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.
دغه وزارت وایي چې د دغې سترې پروژې چارې به د هرات په ولایت کې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پای بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د ترکمنستان د دولتي شرکت «ترکمنګاز» په مرسته، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې پیل شوې دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې سیمهییز کارونه هم پیل شي.
د کانونو وزارت لیکلي، تمه ده چې په هرات کې د ۲۲ کیلومټره په اوږدوالي او د ۲۰ اېنچه په قطر سره د یوې فرعي نللیکې د جوړولو، چې په ورځ کې د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده مټره مکعبه ګازو د وېش او تنظیم ظرفیت ولري، د رغونې چارې ژر پیل شي.