کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په سوېلي او لوېدیځو زونونو کې یې د یو پر سل زره په کچه د جیولوجیکي نقشې اخيستو بهیر پیل کړی، چې موخه یې د افغانستان د کاني سرچینو د مطالعې، اکتشاف او غوره مدیریت لپاره د باوري معلوماتو راټولول دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۵ کال د کاري پلان له مخې یې د ۱:۱۰۰۰۰۰ په کچه بنسټیزه جیولوجیکي سروې پیل کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د کانونو د سروې ریاست دوه مسلکي ټیمونه، چې انجنیران دي، پرون (پنجشنبه، ۶ وږی) جنوبي او لوېدیځو زونونو ته استول شوي، څو په ساحه کې د جیولوجیکي نقشې جوړولو چارې پیل کړي.
د وزارت په خبره، دغه ټیمونه د کانونو د سروې د رییس ډیپلوم انجنیر محمدخلیل عالمخېل په مشرۍ په یادو سیمو کې خپلې ساحوي چارې ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجیسټانو او متخصصینو له خوا په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې د یو پر سل زره په کچه د جیولوجیکي نقشو برابرولو له لومړنیو تخصصي اقداماتو څخه دي.
وزارت وایي، د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د هېواد د معدني سرچینو د راتلونکو مطالعاتو لپاره جیولوجیکي معلومات راټول او علمي او تخنیکي ډیټابېس به جوړ شي.
د دغه وزارت د کاري پلان له مخې، افغانستان په اوو جیولوجیکي زونونو وېشل شوی چې له ډلې یې درې زونونه به سږ کال د نقشې جوړولو تر پوښښ لاندې راشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه پروګرام وروستۍ موخه د افغانستان د جیولوجیکي نقشو بشپړول او د هېواد د معدني سرچینو د مطالعې، اکتشاف او غوره مدیریت لپاره د باوري او علمي معلوماتو برابرول دي.