Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مایع ګاز بیه د تېرو دوو میاشتو په نسبت ۲۵سلنه لوړه شوې

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): د مایع ګاز بیې ۲۵ سلنه لوړېدل او د کابل په مختلفو ناحیو کې د هغه د پلور په بیه کې توپیر ښاریان اندېښمن کړي؛ خو د سوداګرۍ او صنایع خونې یو مسوول وایي، ژر به یې بیه راټیټه شي.

د یادونې ده، د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه د طالبانو له لوري د مخکني نظام له سقوط وروسته د نفتي توکو واردات کم شول چې ورسره د ګاز په ګډون د دغو توکو بیې بې ساري لوړې شوې.

د پژواک خبري اژانس د خپرو شوو راپورونه له مخې، د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه ۶۰ افغانۍ وه؛ په داسې حال کې چې نن په منځنۍ کچه د یو کیلوګرام ګاز بیه ۷۵ افغانۍ ده چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله نږدې ۲۵سلنه لوړوالی ښیي.

نن (د تلې ۶مه) د کابل ښار په هودخېل او د خیرخانې درېیمه حصه کې د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۷۰ افغانۍ، په پروان سه، مریم لېسه، خوشحال خان، ارزان قيمت، تایمنې پروژه او شهید څلورلارې سیمو کې په ۷۵ افغانۍ، په کارته سه، نواباد قول اب چکان، قابل بای، دشت برچي او قلعه زمانخان کې په  ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د خیرخانې د لومړۍ حصې یوه اوسېدونکي وویل چې د ګاز ګروپ له شرکته یو کیلوګرام مایع ګاز په ۹۰ افغانۍ پېري.

ښاریان: د ټولو توکو، په ځانګړې توګه د ګاز بیې له لوړوالي باید مخه ونیول شي

د کابل ښار د مریم لېسې سیمې اوسېدونکي صمیم بارش پژواک ته وویل چې نن یې د ګاز ګروپ له شرکته یو کیلوګرام ګاز په ۹۰ افغانۍ اخیستی دی.

هغه چې په دې اړه اندېښمن، وویل: «له یوې خوا هره ورځ د مایع ګازو بیه لوړېږي او له بلې خوا یې ګاز پلورونکي په خپله خوښه پلوري، که د خپلسرو کړنو مخه ونیول شي او یوه نرخ پاڼه ورته ووېشل شي، نو ډېر به ښه وي.»

نوموړي زیاته کړه: ((ما مخکې کابل کې یوې رسنۍ سره کار کاوه، اوس مهال بېکاره کور کې ناست یم، معاش نه لرم او د هرې ورځې په تېرېدو سره د لومړنیو توکو په ځانګړې توګه نفتي موادو بیې لوړېږي، څه ډول یې پوره کړو.))

صمیم په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ولې د ګازګروپ له شرکته استفاده کوي؟ وویل: ((زه د کورنۍ د اسانتیا او ګاز د خطر د کمښت له امله د ګازګروپ شرکت ګاز اخلم، مخکې په ۷۰ افغانۍ و خو اوس د یوې کیلو مایع ګاز بیه ۹۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده، له دې امله سخت اندېښمن یو؛ ځکه فکر کوم له دې وروسته به یې د اخیستو توان ونه لرم.))

نوموړي له مسوولینو وغوښتل چې د مایع ګاز بیې د ټيټېدو او بیو ترمنځ د توپیر د مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د کابل ښار خوشال خان سیمه کې د پروفیسور رسول امین لېسې ښوونکې شیما صافۍ وویل، نن یې یوه کیلو مایع ګاز په ۷۵ افغانۍ وپېره، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ یې کور ته نږدې یوه کیلو مایع ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېده.

هغې د مایع ګاز بیو پر لوړېدو اندېښنه څرګنده کړه او وویل: ((له یوې خوا د مایع ګاز، تېلو، خوراکي توکو او هر څه بیې د لوړېدو په حال کې دي، د یوه مامور یا ښوونکي لپاره چې د دوو میاشتو معاش یې نه وي اخیستی، ستونزمنه ده. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د بیو لوړېدو مخه ونیسي.))

مېرمن صافۍ پر ګاز پلورونکو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د مایع ګازو بیه کې توپير بله هغه ستونزه ده چې باید مخه یې ونیول شي، ګاز پلورونکي ظلم کوي.))

د کابل ښار کارته پروان سیمه کې د ممتاز احمد په نوم یوه دوکاندار وویل، هر ګاز پلورونکی په یوه کیلو ګاز کې ۱۰ افغانۍ ګټه نه کوي.

ده وویل، شرکتونه د بېلابېلو سیمو او لارې په نظر کې نیولو سره د مایع ګازو بیه ټاکي او پر پرچون پلورونکو یې وېشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي پژواک ته وویل، د مایع ګازو بیه ځکه لوړه شوې چې د مخکني نظام تر سقوط وروسته یې واردات د پام وړ کم شوي؛ ځکه د هغو تړونونو وخت پوره شوی چې د مایع ګازو د وارداتو لپاره له قزاقستان او ازبکستان هېوادونو سره شوي وو.

هغه زیاته کړه: ((همدغه وقفه چې راغلې، په مصرفي توکو، لومړنیو توکو په ځانګړې توګه ګازو او تېلو ډېر تاثیر کړی چې له بده مرغه ډېر قیمته شوي، دغه راز پر هغو خوراکي توکو یې هم اغېزې منفي دي چې انتقالات یې کم دي.))

نوموړي وویل: ((نرخونه لوړ شوي، هڅه کوو چې نرخونه بېرته ټيټ شي، له دولت سره په اړیکه کې یو، له وزارت او ټولو مسوولینو سره، خو ترڅو چې نړیوالې او بهرنۍ ستونزې حل نه شي دغه ستونزه پاتې کېږي.))

الکوزي روښانه کړه چې دغه ستونزې دوامداره نه دي او له څه مودې وروسته به حل شي.

هغه زیاته کړه: ((لیتراف کریډېټ نه حواله کېږي، تړون نه دی شوی. پخواني تړونونه پای ته رسېدلي، د ګاز او تېلو بیې په نړۍ کې هم ۵۰ سلنه لوړې شوې دي. موږ له ایران او منځنۍ اسیا څخه ګاز او تیل واردوو، تجاران مو نه دي تللي، تر اوسه هيڅ نوی تړون نه دی شوی، که څه هم دولت په دې برخه کې تصمیم لري.))

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال وویل: ((زه فکر کوم له ترکمنستان سره هم بهرنیو چارو وزارت او اسلامي امارت دولت خبرې کوي، ازبکستان هم لېوالتیا لري چې خپله سوداګري وساتي. زه هیله لرم چې تر څو چې بانکونه خلاصېږي، یاده ستونزه به هم حل شي.))

خو نوموړي په بېلابېلو سیمو کې د مایع ګاز بیو د توپیر په اړه څه ونه ویل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.