ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
30 Sep 2021 - 17:08
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
30 Sep 2021 - 17:08

کابل (پژواک، ٨ تله ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او دوه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د تلې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٦٨ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٥١٩١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧ کسان په کندهار، ٥ په فراه، ٤ په بدخشان او يو په غور ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢٤٧٣٣ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٢٠٦ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٣٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢١٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٧  ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.