ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان مرکزي بانک د پیسو نړیوالو لېږد اسانتیا لپاره طرحه وړاندې کړه

د افغانستان مرکزي بانک د پیسو نړیوالو لېږد اسانتیا لپاره طرحه وړاندې کړه

author avatar
3 Oct 2021 - 16:18
د افغانستان مرکزي بانک د پیسو نړیوالو لېږد اسانتیا لپاره طرحه وړاندې کړه
author avatar
3 Oct 2021 - 16:18

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۰): د افغانستان مرکزي بانک یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې سوداګر وکولای شي د سوداګریزو بانکونو له لارې د پیسو لېږد یا ټي ټي «TT» ترسره کړي.

ټي ټي د حوالې له لارې نغده ورکړه او د Telegraphic Transfer کلمې یا تلګرافي لېږد مخفف دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تلې په ۲۴مه کابل ښار ونیو، له دې وروسته بانکونه د څه مودې لپاره وتړل شول او اوس مهال هم په یوه اوونۍ کې هيچا ته تر ۲۰زره افغانۍ یا ۲۰۰ ډالر ډېر نه ورکول کېږي او دې چارې خلک او سوداګریز بهیر له ستونزو سره مخ کړی دي.

د افغانستان بانک په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو د پیسو نړیوال بانک لېږد کې د اسانتیاوو لپاره طرحه وړاندې کړې چې له لارې یې سوداګر کولای شي د سوداګریزو بانکونو له طریقه د پیسو ټي ټي «TT» ترسره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې طرحه کې سوداګریزو بانکونو ته اجازه ورکړل شوې چې د سوداګرۍ د تقویې او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو، توکو او خدماتو، خوراکي موادو، طبي او کرنیزو درملو، د سون توکو، روغتیايي موادو، خام مواد او د لومړنیو موادو په تولید کې د استفادې وړ صنعتي پرزو، د برېښنا بېل، مخابراتي توکو او خدماتو، ضروري ترانسپورټ برخه کې د اسانتیاوو لپاره د پیسو د لېږد سیستمونو ساتنه او مراقبت ترسره کړي.

سرچینې لیکلي، د افغانستان بانک ژمن دی چې په بانکي او سوداګریز سیستم کې د خلکو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې مالي او بانکي سکټور د پخوا په پرتله ډېر تقویه کړي او ټولې معاملې ډېر ژر په عادي ډول ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال خانجان الکوزي ویلي وو چې د هېواد اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د هغه په خبره، د افغانستان د پیسو کنګل کېدو، د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو، صادراتو او وارداتو کمېدو، د حکومتي او خصوصي ادارو د کار بندېدو، پر بانکونو ځینو محدودیتونو د هېواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.