ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو ځوانانو خپلې لوړې زده کړې پرېیښې دي

author avatar
6 Oct 2021 - 10:56
author avatar
6 Oct 2021 - 10:56

غزني (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): له هغه وروسته چې طالبانو د هېواد واګې ترلاسه کړې، په غزني کې ګڼو ځوانانو له لوړو زده کړو سره مخه ښه کړې او خپلې زده کړې يې په نیمايي کې پرېیښې دي.

ډېر دغه ځوانان د خصوصي پوهنتونونو محصلین وو چې هم یې په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کولې او هم یې لوړې زده کړې کولې، خو اوس یې نه یوازې دندې له لاسه ورکړې، بلکې لوړې زده کړې هم ترې پاتې شوې دي.

ځوانان له لوړو زده کړو سره د خپلې مخه ښې عمده لاملونه ناهیلي، د دندو له لاسه ورکول او اقتصادي ستونزې ګڼي.

یو له دغو ځوانانو ۳۴ کلن سمیع الله دی چې وايي، د طالبانو له راتګ سره یې هم دنده له لاسه ورکړې او هم یې لوړې زده کړې پرېيښې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په غزني ښار کې مې په یوه موسسه کې کار کاوه، له دې لارې مې هم کورنۍ ته نفقه ګټله او هم مې په خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې، خو د طالبانو له راتګ سره مې دنده له لاسه ورکړه چې اوس نه کورنۍ ته نفقه پیدا کولای شم او نه هم د پوهنتون فیس ورکولای شم.))

هغه- چې په هېواد کې راغلي وضعیت ناهیلی کړی- وايي، د ده په څېر د هېواد زرګونه ځوانان له ورته حالت سره مخ دي او راتلونکی یې په تیارو کې ډوب دی.

امین الله- چې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دویم کال محصل دی- وايي، له ډېرو ملګرو یې نه یوازې لوړې زده کړې پاتې شوې، بلکې له هېواده هم وتلي دي.

ده پژواک ته وویل، له خپلو درېیو دغو ملګرو سره چې ایران ته تللي، په اړیکه کې دی او ورته وايي، تر هغه چې په هېواد کې وضعیت نه وي معلوم شوی، نه شي کولای بېرته هېواد ته ستانه شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ده په خبره، دغو ملګرو یې مخکې په بېلابېلو ادارو کې هم کار کاوه او هم یې زده کړې کولې.

هغه وویل، په لسګونو نور داسې ځوانان هم پېژني چې دلته یې ژوند او لوړې زده کړې پرېیښي او ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

نورالحق بل ځوان دی چې په تېر حکومت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله او هم یې پس له وخته په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې.

دی وايي، د طالبانو په راتګ یې هم دنده له لاسه ورکړې او هم لوړې زده کړې ترې پاتې شوې دي.

د ده په خبره، اوس یې ټولې هیلې او ارمانونه خاورې شوي، غواړي ژوندی پاتې شي او یوازې دومره وکولای شي چې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړي.

په غزني کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد حمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د خصوصي پوهنتونو د محصلینو په شمېر کې کافي کموالی راغلی چې لامل یې د خلکو ناهیلي او اقتصادي ستونزې دي.

دی وايي، پخوا که څه هم جګړه او ناامني وه، خو په نسبي توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره وه چې په دې توګه یې لوړې زده کړې هم کولې.

دی وايي، د طالبانو له راتګ سره وضعیت بدل شوی؛ په ټول هېواد کې لسګونه زره کسان چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي، بې کاره شوي دي.

خو له دې ور ها خوا نوموړي د طالبانو یو شمېر ګومارنې چې ان په ډېرو مسلکي او تخنیکي پوسټونو کې یې هم ملایان او خپل کسان مقرر کړي، د ځوانانو له خوا د لوړو زده کړو د پرېښودو بل لامل ګڼي.

ده وویل، تر اوسه وضعیت معلوم نه دی، که وضعیت ښه شي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي، نو ښايي بېرته خپلې لوړې زده کړې پیل کړي.

ده له طالب چارواکو وغوښتل چې په ګومارنو کې لوړې زده کړې او مسلکیتوب معیار وګرځوي او د اسلام له حکم سره سم امانتونه/ دندې اهل کسانو ته وسپاري.

دی وايي، چارواکي باید دا ستونزه جدي وګڼي او پرېنږدي چې د هېواد لوستې طبقه د ناهیلۍ، بېکارۍ او نورو ستونزو ښکار شي، د حکومتولۍ په چارو کې باید د هغوی له پوهې او وړتیاوو کار واخیستل شي.

په غزني کې د لوړو زده کړو وزارت استازی مولوي عبدالبصیر حنیفي وايي، تر اوسه ورته په دې اړه شکایت نه دی شوی چې ګواکې ځوانانو دې خپلې زده کړې پرېیښې وي.

هغه زیاته کړه، که دغسې یوه ستونزه ولیدل شي نو هغه وخت به يې پر حل لارې فکر وکړي.

ده وویل، په خصوصي پوهنتونونو کې د تحصیل بهیر په عادي توګه روان دی او کومه ستونزه نشته.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د نظام له بدلون سره د ژوند ټولې چارې اغېزمنې شوي چې له مخې یې خلک خپل او د هېواد راتلونکي ته اندېښمن دي.

Views: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.