کابل(پژواک،۲ لړم ۱۴۰۰): یو افغان چارواکي په تهران کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او له ګاونډیو یې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یوه راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده شپږ ورځې مخکې ویلي و چې هېواد به یې د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۵مه) د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
د هغه په وينا، دغه غونډه چې د لومړي ځل لپاره د ایران هېواد په تهران ښار کې په حضوري ډول ترسره کېږي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په کې ګډون کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه غونډه د افغانستان په اړه ده او د هېواد پر سیاسي وضعیت به په کې خبرې وشي.
هغه یاده ناسته مهمه وبلله او ویې ویل: «موږ تمه لرو چې دا هېوادونه له موږ سره نه بېلېدونکې اړیکې ولري او د ډېپلوماسۍ، سوداګرۍ او امنیت په برخو کې له موږ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د تلې په ۲۸ مه هم د چین، ایران، هند او پاکستان د استازو په ګډون یوه غونډه په مسکو کې ترسره شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن