ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ډاکټرانو د څو میاشتو معاش نه اخیستو غبرګون کې د دندو پرېښودو ګواښ وکړ

لوګر کې ډاکټرانو د څو میاشتو معاش نه اخیستو غبرګون کې د دندو پرېښودو ګواښ وکړ

author avatar
31 Oct 2021 - 14:03
لوګر کې ډاکټرانو د څو میاشتو معاش نه اخیستو غبرګون کې د دندو پرېښودو ګواښ وکړ
author avatar
31 Oct 2021 - 14:03

پل علم (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د نایب امین الله خان مرکزي روغتون ډاکټران او کارکوونکي شکایت کوي چې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکول شوی.

دوی ګواښ کوي چې که معاش ور نه کړل شي، نو اړ دي خپلې دندې پرېږدي.

د دغه روغتون یوه کارکوونکي، ډاکتر شفق پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې يې معاش نه دی اخيستی چې له امله یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

دی وايي، د روغتونو ټولو کارکوونکو او ډاکټرانو پرېکړه کړې چې که د معاش ستونزه یې حل نه شي، نو اړ دي خپلې دندې پرېږدي.

هغه پر حکومت او نړیوالو مرستندویو غږ وکړ چې د د دوی د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي او د روغتون دروازه له تړل کېدو وژغوري.

د روغتون یوه بل ډاکټر هدایت الله پژواک ته وویل، د روغتون ټول کارکوونکي او ډاکټران شپه ورځ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي، خو معاش نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه حالت دوی ټول ناهیلي کړي او نه شي کولای نور له معاشه پرته کار ته دوام ورکړي.

دی هم له حکومته غواړي چې د دوی د معاش غم دې وخوري.

ده وویل، د روغتون ټولو کارکوونکو او ډاکټرانو د یوه لیک له لارې پرېکړه کړې چې که معاشونه ور نه کړل شي، نو په ډله ییز ډول به استعفا وکړي.

د دغه روغتون یوې ښځې کارکوونکې زینب پژواک ته وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې هم معاش نه دی اخیستی، په داسې حال کې چې په کور کې د خوراک لپاره هیڅ نه لري او سوال کولو ته اړې شوې ده.

هغه وايي، په روغتون کې د صفاکارې په توګه کار کوي، شپږ میاشتې کېږي معاش نه لري، اولادونه ترې ډوډۍ غواړي، ژمی په را نږدې کېدو دی، حیرانه ده چې څه وکړي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مرستیال نور عباس قاسمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د معاشونو ستونزه افغانستان شموله ده، خو دوی هڅه کوي حل یې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ په لوګر کې ۷۲ روغتیايي مرکزونه لرو چې ځینو ته د حکومت او ځینو ته د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا مالي او تخنیکي امکانات ورکول کېږي.»

ده ومنله چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ۹۰ سلنه ډاکټرانو او نورو روغتیايي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

قاسمي وايي، ډاکټرانو ژمنه ورسره کړې چې خپلو دندو ته به دوام ورکوي او دوی هڅه کوي هغوی ته معاش او نور امکانات برابر کړي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د روغتیا برخې کارکوونکي له دې او ورته نورو ستونزو کړېږي.

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.