کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۰): د سرپرست حکومت وزیرانو شورا د پاسپورت عمومي ریاست ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته دې د کاغذي تذکرو لرونکو کسانو ته هم پاسپورټ ووېشي.
د وزیرانو شورا د مطبوعاتي دفتر نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه ارګ کې د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې شوې ده .
د خبر پاڼې له مخې، د تقاضاکوونکو د ډېروالي او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه دې کاغذي پېژندپاڼو لرونکو کسانو ته هم پاسپورټ ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په تېر نظام کې پاسپورټ په برېښنايي پېژندپاڼو وېشل کېده.
یادې شورا بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست ته لارښوونه کړې چې د بهرنیو سفارتونو او موسساتو د امنیت د ټینګښت لپاره دې پر نړیړوالو معیارونو برابرې طرحې چمتو کړي.
د زمري په ۲۴ مه د تېر نظام تر سقوط وروسته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بند شو، تر اوسه هم د مرکزي احصایې اداره چې د تذکرو د وېش مسوولیت لري فعالیت حالت ته نه دی ګرځېدلی.
ډېری متقاضیان چې د پاسپورت اخیستوپه لپاره راځي الکترونیکي تذکرې نه لري.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن