ژبه

د امریکا اورېګن ايالت يوه ښوونځي کې د ډزو پېښه؛ درې زده‌کوونکي او يو ښوونکی وژل شوي

عبدالجبار اندر

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۹

۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د اورېګن ایالت په بېنډ ښار کې د یوه لومړني ښوونځي دننه د ډزو له امله درې ماشومان او یو ښوونکی وژل شوي او دوه نور کسان سخت ټپیان دي.

د اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې پېښه پرون (د اکټوبر ۱۵مه) د سیلور رېل (Silver Rail) په لومړني ښوونځي کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې وژل شوي ماشومان پنځه، اته او ۱۱ کلن وو؛ یو اووه کلن ماشوم او یو ۵۴ کلن ښوونکی سخت ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
راپور کاږي چې ۱۶ کلن بریدګر د ښوونځي د تړلو دروازو له لارې د ډزو په کولو دننه شوی و، خو وروسته د یوه وسله‌وال کس له خوا په ډزو ووژل شو.
پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او تر اوسه د برید د انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.