Language

پکتيا کې له ١١٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ګردېز (پژواک، ١٩ لړم ١٤٠٠): د پکتيا ولايت په احمدبا او سيدکرم ولسواليو کې  له ١١٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته د خوړو نړيوالې ادارې (WFP) په مرسته شوې، چې ١٢ قلمه بېلابېل خوراکي توکي په کې شامل دي.

د يادې ادارې يو تن مسوول قيمت ګل افغان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په دې مرسته کې اوړه، وريجې، لوبيا، دال او نور خوراکي توکي شامل دي چې د دوو ولسواليو په ١١٠٠ بې وزله کورنيو ووېشل شول.))

نوموړي وويل چې د خوړو نړيواله اداره به خپلې مرستې جارې ساتي او په پرله پسې ډول به په نورو ولسواليو کې هم له بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.

د افغان په خبره، د خوړو نړيوال سازمان دغه مرستې د ژمي په رارسېدو له خلکو سره ترسره کوي، ترڅو تر يوې اندازې د بې وزلو خلکو لاسنيوى وشي.

له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي.

د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي رييس خان پژواک ته وويل: ((موږ ددې مرستو په اخيستو سره خوشحاله يو او دغه مرستې به د ژمي په اوږدو کې له موږ سره ډېره همکاري وکړي.))

نوموړي له نورو خيريه بنسټونو هم غوښتنه وکړه چې په بېلابېلو سيمو کې له بې وزلو خلکو سره مرستې ترسره کړي.

د يادونې ده چې د خوړو نړيوال سازمان تر دې وړاندې هم د پکتيا ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم له خلکو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره کړې دي.