Language

ناروې له نړیوالو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک ۲۸ لړم ۱۴۰۰): ناروې د دې ترڅنګ چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پرمختیايي پروګرام سره د ۲۳ ميلیونو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده، له نړۍ یې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره مرسته وغوښته.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې ډيپلوماتیک مأموریت پرون (پنجشنبه) په ټویټر کې کښلي چې دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پرمختیايي پروګرام سره د ۲۳ ميلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

دغه مأموریت د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.

د ناروې ډيپلوماتیک مأموریت په افغانستان کې د بشري بحران ترڅنګ د قحطۍ د پراخېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.