ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

د سره صلیب نړیواله کمېټه د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

author avatar
21 Nov 2021 - 14:53
د سره صلیب نړیواله کمېټه د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي
author avatar
21 Nov 2021 - 14:53

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت له کمېټې سره په تفاهم د حکومتي چارواکو له لاسوهنې پرته په مستقیم ډول د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.

د سره صلیب کمېټې رییس پیتر مايورر ویلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره یې هوکړه کړې چې روغتونونو ته پیسې په مستقیم ډول د دغه سازمان له خوا انتقالېږي.

هغه زیاتوي: ((موږ له مرسته رسوونکو موسسو سره هم هوکړه کړې چې د یوه خپلواک بنسټ په ډول موږ د کارکوونکو معاشونه ورکوو. باید هېر نه کړو چې د روغتیايي برخې او د اوبو او برېښنا برخې ډېری کارکوونکي پخواني دي. یوازې مشرتابه کې یې بدلون رامنځته شوی نه په خلکو او کارکوونکو کې.))

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم مایورر یوې رسنۍ ته ویلي وو: ((په افغانستان کې اصلي ستونزه لوږه نه ده؛ اساسي ستونزه د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو د حقونو ورکړې لپاره د نغدو پیسو ورکول دي چې دا ستونزه له مخکې موجوده ده.))

نوموړي روښانه کړې چې د افغانستان اقتصاد پر نړیوالو مرستو ولاړ و خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د دغه هېواد د مخکني نظام له سقوط وروسته سخت بې نظمه شوی دی.

د یادونې ده، د مخکني نظام له سقوط وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر سرمایه کنګل کړه او د نغدو پیسو لېږد یې بند کړ.

مايورر ویلي: ((د سره صلیب بودجه د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي له ۹۵ میلیون ډالرو څخه ۱۶۳ میلیون امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده.))

د ده په خبره، دغه کمېټه تیاره ده چې له افغانستان سره  خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال مالیې وزارت وايي چې له افغانستان سره هيڅ ډول مشروطې مرستې نه مني.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي: ((ژمنې شوې چې وايي موږ هڅه کوو د کارکوونکو معاشونه ورکړو، خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی، خو موږ مشروطې مرستې نه منو.))

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.