ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند له مرکزي محبسه یو شمېر بنديان خوشي شول

د هلمند له مرکزي محبسه یو شمېر بنديان خوشي شول

author avatar
28 Nov 2021 - 18:05
د هلمند له مرکزي محبسه یو شمېر بنديان خوشي شول
author avatar
28 Nov 2021 - 18:05

لښکرګاه (پژواک، ۷ لیندۍ ۱۴۰۰): د هلمند له مرکزي محبس څخه ۲۱ بنديان چې په بېلا بېلو جرمونو تورن وو، د ټاکلې مودې بند له تېرولو وروسته نن خوشې شول.

د هلمند د استيناف څارنوالۍ سرپرست ريیس مولوي عبدالجبار هجرت له خوشې شويو بنديانو وغوښتل چې له دې وروسته په ټولنه کې د ښه ژوند کولو لاره غوره کړي، د ناوړه کړنو پرځای په قوي عزم سره نېک، اسلامي او شرعي چلند ته مخه کړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي، پژواک اژانس ته وويل چې په دغو بنديانو کې هغه کسان شامل وو چې غلاوې يې کړې او نورې ناوړه کړنې يې ترسره کړې وې.

خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

خوشې شوي بنديان خوښ وو چې له بنده ازاده شول. د دوی له ډلې سيد عمر او شاه ولي د بند تېرولو په موده کې د محبس د مسوولینو له نېک چلند څخه خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه چې تر دې وروسته به د هيڅ ډول جرم ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي.

دوی له نورو خلکو وغوښتل چې له یو بل سره نېک او ښه چلند وکړي ترڅو په راتلونکي کې د دوی په شان برخلیک سره مخامخ نه شي.

د هلمند په مرکزي زندان کې اوسمهال سلګونه کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور بنديان دي چې زياتره يې د نشه يي توکو د کارولو په تور په دې بند کې شپې ورځې سبا کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.