کابل (پژواک، ۹ ليندۍ ۱۴۰۰): کابينې د قاچاقي توکو او په جنايي جرمونو کې د نیول شوو وسايطو د برخلیک معلومولو لپاره پلاوی وټاکه او هم يې کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې د واټونو د خلاصون لپاره داسې حل لار ولټوي چې څوک زیانمن نه شي.
د چارو ادارې په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د حکومت د کابینې ١٢ مه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون جوړه شوه.
سرچينه ليکي، په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسيون، دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسيون د فعالیت او تشکيلاتو په اړه بحث وشو او دغه راز د ممنوعه قاچاقي مالونو او په جنايي جرمونو کې د نیول شویو وسايطو د برخلیک معلومولو او څېړنې لپاره لوړپوړى پلاوى وټاکل شو.
سرچينه زياتوي: «د ښاريانو د سهولت او لارو د خلاصون په موخه پرېکړه وشوه چې له عامو سړکونو څخه دې بې ضرورته موانع لرې شي او په هغو ځايونو کې چې لا هم اړتیا ورته ليدل کيږي د اوس لپاره دې همدغه سيمټي ديوالونه له عامو لارو د ودانيو ديوالونو ته نږدې کړل شي.»
سرچينې زياته کړې، د ښار په عمومي واټونو کې د لاس پلورونکو او ښاري ټکسي چلوونکو له خوا چې په تګ راتګ کې کومې ستونزې رامنځته شوې، د حل لپاره يې کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې ترڅو داسې يو اقدام وکړي چې هم دغه ستونزه هواره شي او هم لاس پلورونکي او ټکسي چلوونکي زیانمن نه شي.
دغه راز په غونډه کې د ځمکني ترانسپورټي خدمتونو د تنظيم، د بې اسناده موټرو ستونزه، په ولايتونو کې د امنيه قوماندانيو د فعاليت او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او پرېکړه وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP