کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېلو بیه د تېرې شنبې په نسبت ۴.۷ سلنه ټیټه شوې خو د بورې، غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي.
د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۷۶ نه ۷۲ افغانیو او د یو لېټر ډېزلو بیه له ۷۱ افغانیو ۶۸ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم د تېرې اوونۍ په څېر یو کیلو ګرام مایع ګاز په ۸۵ افغانۍ پلورل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې نن د اوړو، بورې او غوړیو بیې لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې د خواراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۲۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۹۵۰ څخه ۳۰۰۰ افغانۍ او د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړیو بیه له ۲۶۰۰ څخه ۲۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي وویل چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت په لوړېدو سره د یادو موادو بیې هم لوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس په خبره، نن د تېرې شنبې په څېر ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په عمده ډول ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغه توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو بیو کې بدلون نه دی راغلی. د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه ۴۳۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیاره روسي سرو زرو بیه ۳۴۰۰ افغانۍ ده.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۹۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۵۲۰ افغانۍ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د لیندۍ په شپږمه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۹۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۲۰ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP