منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هرات کې د يونيم ميليون ډالرو په پانګونه سړه خونه جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۵ کتنې

هرات (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د یونیم میلیون ډالرو په پانګونه د مېوو او غوښې یوه سړه‌ خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د «کمال هرات سړې خونې» مسوول جمشید کمال پژواک ته وویل، دغه سړه‌ خونه پر څلور زره متره ځمکه د شپږو میاشتو په موده کې په معیاري ډول جوړه شوې او د اړتیا په صورت کې به یې ظرفیت نور هم لوړ شي.

هغه وویل، په دې سړه‌ خونه کې چې د درې زره ټنه مېوې او غوښې ساتلو ظرفیت لري، د تازه مېوو د هر کیلوګرام د ساتلو میاشتنی لګښت د محصول د ډول او ساتلو مودې له مخې له دوو تر لسو افغانیو ټاکل شوی دی.

په ګذره ولسوالۍ کې یوه بڼوال محمد د دې سړهې خونې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، که د سړهو خونو ظرفیتونه زیات شي، دوی کولای شي خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي او د کال په بېلابېلو موسمونو کې یې بازار ته وړاندې کړي.

هغه د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مسوولینو وغوښتل چې په هرات او د هېواد په نورو ولایتونو کې د سړهو خونو د پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د معیاري ساتنې لپاره د لا ډېرو پانګونو زمینه برابره کړي.

بلخوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي امر محمدیوسف امین وايي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د زیربناوو، په ځانګړي ډول د سړو خونو جوړول، د تولیدونکو د ملاتړ او د کورني بازار د پیاوړتیا لپاره مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې هرات د هېواد د مېوو او سبزیجاتو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او هر کال په دغه ولایت کې د بڼوالۍ او کرنې پام وړ محصولات تولیدېږي.