جلال اباد (پژواک، ۱۳ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د روغتيا رياست له لوري د همکارو موسسو په مرسته د ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د درملو او طبي تجهيزاتو لېږدونې لړۍ پیل شوه.
د روغتيا رياست چارواکي وايي، ولسواليو ته درمل او روغتيايي تجهيزات د WHO او اډا ادارو پر مټ لېږدول کېږي.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه د لېندۍ په ۱۳مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار عامې روغتيا رياست په هڅو د WHO او اډا ادارو په همکارۍ د ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د درملو او طبي تجهيزاتو لېږدونې لړۍ پیل شوې.
په خبرپاڼه کې هيله څرګنده شوې چې ولسواليو ته د روغتيايي تجهيزاتو او درملو په لېږد سره به په روغتيايي خدمات ښه شي او د خلکو شکايتونه به بند شي.
د روغتيا چارواکي وايي هڅه کوي چې په ولسواليو کې روغتيايي خدمات عادي او پیاوړي شي.
د ننګرهار ولايت د هغو سيمو اوسېدونکي چې روغتيايي درمل ور رسېدلي وايي، د روغتيايي مرکزونو امکانات اوس ډېر ښه شوي دي.
د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی قسیم الله وايي، د دوی د ولسوالۍ اړوند د سلطانپور روغتون ته چې له څو ورځو راهیسې درمل او روغتيايي تجهيزات ورکړل شوي هر ورتلونکي ناروغ ته ټول درمل له روغتون ورکول کېږي خو په تېر کې هیڅ درمل نه ورکول کېدل.
د تېر نظام په سقوط سره د هېواد د نورو سکټورونو ترڅنګ د روغتيا سکټور سخت وځپل شو او د روغتيايي مرکزونو د کارمندانو د معاشاتو د نشتوالي ترڅنګ ډېرو مرکزونو کې درمل او روغتيايي تجهيزات هم په نشت حساب شوي وو.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن