ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غزني حوزوي روغتون کارکوونکو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی”

“د غزني حوزوي روغتون کارکوونکو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی”

author avatar
8 Dec 2021 - 14:55
“د غزني حوزوي روغتون کارکوونکو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی”
author avatar
8 Dec 2021 - 14:55

غزني (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): د غزني حوزوي روغتون مسوولین وايي، دوی او کارکوونکو یې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، د روغتون د کارکوونکو د زمري او وږي میاشتو د معاشاتو راپور مستوفیت ته هم استول شوی، هغوی ژمنه کړې وه چې معاشونه به اجرا کوي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د دغه روغتون رییس ډاکټر عجب خان حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی ۲۳۰ کارکوونکي لري چې ټول خپلو دندو ته راځي خو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی.

دی زیاتوي، د معاش نه اجرا کېدو له امله ټول ډاکټران او کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وايي، که څه هم په دې وروستیو کې د دغه روغتون د تجهیزاتو او نورو توکو د کمښت ستونزه تر یوه حده حل شوې، خو د معاشاتو ستونزه پر ځای پاتې ده.

نوموړی غوښتنه کوي چې د معاشاتو او نورې ستونزې یې حل شي ځکه دغه روغتون ته د زون په کچه ناروغان د درملنې لپاره راځي.

د دغه روغتون یو ډاکټر احمد خان هم پژواک ته وویل، دا یې پنځمه میاشت ده چې معاش یې نه دی اخیستی، خو خپلې دندې ته پر وخت ځي او د ناروغانو خدمت کوي.

هغه زیاته کړه، هر کس ته څو کسیزه کورنۍ ور د غاړې ده، کله چې څو میاشتې پر له پسې معاش نه وي تاسې خپله فکر وکړئ چې هغه به د خپلې کورنۍ اړتیاوې څنګه پوره کوي.

نوموړی هم ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د دوی د معاشونو غم وخوري.

بل خوا یو شمېر ډاکټران دا هم وايي، که د معاشونو ستونزه یې حل نه شي نو ښايي خپلې دندې پرېږدي.

د دغه روغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل: ((تر کومه به له معاش پرته کار ته دوام ورکوم، کورنۍ لرم، اولادونه لرم، نفقه راڅخه غواړي، له کومه یې کړم؟))

د غزني اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې مرکزي اداره دې د حوزوي روغتون د ډاکټرانو د معاش ستونزه حل کړي، ځکه که ډاکټران دندې پرېږدي نو ښايي دوی په روغتیايي برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي روح الله پژواک اژانس ته وویل، له کلونو وروسته په غزني کې همدا یو معیاري روغتون جوړ شوی، که د ډاکټرانو د معاش غم یې و نه خوړل شي او نورو ستونزو ته یې پام و نه شي نو خدمات به یې ټکني او له خنډ سره مخ شي.

دی وايي، دغه روغتون ته د حوزې په کچه ناروغان راځي او دلته یې وړیا درملنه کېږي، ځکه خلک بې وزلي دي او په شخصي روغتونونو کې د درملنې توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې حکومت اعلان وکړ چې د دولتي ادارو کارکوونکو ته به د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.