کندهار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۰): په کندهار کې سېلاب خیریه بنسټ د هغو ۳۰ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم جوړ کړل چې د غربت او اقتصادي ستونزو له امله یې په یوازې ځان د دغو مراسمو د لګښت توان نه درلود.
په دغو مراسمو کې د ۳۰ جوړو کورنیو او خپلوانو ګډون کړی وو.
د سېلاب خیریه بنسټ مشر سید احمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۳۰ ځوانان د کندهار، اروزګان، زابل، هلمند او ځينو نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.
دی وایي، له هغه وروسته چې د ډله ییزو ودونو لړۍ یې پیل کړې تر دې مهاله یې په ډله ییزه او انفرادي توګه د لسګونو جوړو د ودونو مراسم جوړ کړي دي.
د هغه په وینا، سېلاب خیریه بنسټ د هغو کسانو د واده لګښت ورکوي چې ولور یې ادا شوی وي خو د واده وس نه لري چې د نارینه وو مراسم په سالون کې ورته جوړوي او د ښځو لپاره هر کور ته د ۱۵۰ تنو مصارف ورکوي څو هغوی په کور کې مراسم تر سره کړي.
نوي زومان وایي، د غربت، ناوړه دودونو، بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله یې نه شوای کولای ودونه وکړي.
اسدالله یو له هغو کسانو دی چې له کلونو راهیسې یې واده پاتې و او نه یې شوای کولای چې په یوازې ځان د هغه لګښت ته اوږه ورکړي.
هغه پژواک ته وویل، په ټولنه کې باید لوړ ولور او نور ناوړه رواجونه له منځه لاړ شي څو ځوانان کلونه د واده لپاره انتظار و نه کړي.
یو بل ځوان نور احمد وايي، اکثره ځوانان د ولور د پوره کولو لپاره سختو او خطرناکه کارونو ته مخه کوي چې یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم وروسته له ډېرې مودې واده کوي.
دی وایي، په دغه ډله ییز واده کې ځينې داسې کورنۍ هم وې چې پر زومانو یې ولور پاتې وو خو ورته ویې باښه.
د یوه زوم مور غوټۍ وایي، ډېره خوشحاله ده چې د زوی واده یې کېږي ځکه دوی ډېر بې وزلې او غریب دي.
دا وايي، دا یې لوی ارمان و چې د زوی واده یې وشي، ځکه اقتصادي حالت یې دومره لوېدلی و چې ولور یې هم د پورونو په اخیستلو ادا کړی دی.
یو تن سپين ږیری حاجي فتح محمد هم وایي، ولور او نور درانه لګښتونه زموږ په ټولنه کې ډېر بد دود دی چې باید له منځه ولاړ شي.
هغه وایي، ډېر کسان د ولور نه ادا کولو له امله زاړه شوي دي چې دا له خپلو اولادونو او ځان سره ظلم دی.
د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې لوړ ولور اخیستل کېږي چې له امله یې له یوې خوا ځوانان کلونه کلونه بې واده پاتې وي او له بلې خوا د ولور ګټلو لپاره ستونزې پر ځان مني او ان ځینو خو د ولور پوره کولو لپاره ځانونه د څو کلونو لپاره ګرو کړي هم وي.