ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا بې اساسه ده

لسګونو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا بې اساسه ده

author avatar
18 Dec 2021 - 10:49
لسګونو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا بې اساسه ده
author avatar
18 Dec 2021 - 10:49

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د هېواد د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا چې ګواکې په تېرو اتو ورځو کې په ۱۶ ولایتونو کې د ملي مقاومت جبهې له ځواکونو سره په جګړو کې لسګونه امنیتي سرتېري وژل شوي، بې اساسه بولي.

ادعا:

تېره ورځ صبح کابل ورځپاڼې د صبغت الله احمدي له قوله ــ چې ځان یې د «ملي مقاومت جبهې» ویاند معرفي کړی- راپور ورکړ چې ګواکې په تېرو اتو ورځو کې په بغلان، پنجشېر، کابل، کاپیسا، سمنګان، تخار، پروان، بادغیس، لغمان، بلخ، فاریاب، غزني، غور، هرات، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د دې جبهې له ځواکونو سره په نښتو کې ۶۱ «طالبان» وژل شوي دي.

سرچینې ادعا کړې چې په یادو ولایتونو کې د «طالبانو» ۴۲ کسان ټپیان شوي، دغه راز د یادې جبهې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یاد خبر پر ټولنیزو پاڼو هم خپور شوی دی.

حقیقت موندنه:

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی دغه ادعا ردوي.

هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل دا خبرې «لافې» دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اتو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې کوم راپور هم نه دی خپور شوی.

پایله:

د ملي مقاومت جبهې ویلي چې په تېرو اتو ورځو کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له دې ډلې سره په نښتو کې ۶۱ طالبان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي، خو کورنیو چارو وزارت دغه ادعا بې اساسه بولي.

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې په تېرو اتو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۰۰ ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي، خو حکومتي سرچینې دغه خبرې بې اساسه بولي او په دې وخت کې د یادو دواړو لورو ترمنځ د جګړې راپور هم نه دی خپور شوی.

پرېکړه: په تېرو اتو ورځو کې د لسګونه امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر نا تایید شوې ادعا ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.