کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان حکومت هغه اوازې چې ګواکې د مخکني نظام چارواکو ته هېواد ته د بېرته راستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، ردوي او وایي چې عمومي عفوه اعلان شوې، کوم افغانان چې په بهر کې اوسېږي، کولی شي خپل هېواد ته راستانه شي.
ادعا:
د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط وروسته د محمد اشرف غني په ګډون ځینو چارواکو هېواد پرېښود او اوسهمال په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي.
پرون افغانستان انټرنېشنل پر خپله فېسبوک پاڼه له جزئیاتو پرته لیکلي: «د مخکني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د مرکو په تعقیب، طالبان وایي، د مخکني حکومت چارواکي يه هيڅ ډول نه شي کولی چې افغانستان ته راشي.»
سرچینه زیاتوي: «محب له امریکایي رسنیو سره په مرکو کې وویل، د امریکا د استخباراتي اطلاعاتو له مخې طالبانو قصد درلود چې اشرف غنی هم لکه د ډاکټر نجیب په شان اعدام کړي.»
دغه خبر په نورو خواله رسنیو کې هم ډېر لاس په لاس شوی دی.
حقیقت موندنه:
د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې ترڅنګ چې د حمدالله محب څرګندونې شخصي نظر بللی، وایي چې د محب نظر نه شي کولی د کوم لوري استازولي وکړي او د غبرګون وړ نه دی او هغه اوازې یې هم رد کړې چې ګواکې د مخکني نظام چارواکي هېواد ته نه شي راتلای.
هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت خپله یوه ځانګړې پالیسي لري؛ کله چې یې قدرت ونیو، د ټولو خلکو لپاره یې عمومي عفوه اعلان کړه، جګړه پای ته ورسېده، اسلامي امارت د غچ اخیستنې نیت نه لري او باید هېواد ودان کړو او د هغه د ابادولو هڅه وکړو.»
کریمي وایي، هېواد د ټولو افغانانو دی او هغه افغانان چې په بهر کې دي، کولی شي راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
د افغانستان د حکومت بل مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم وایي چې په عمومي عفوه کې د هېواد ټول خلک شاملېږي او ټول کولی شي راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
هغه زیاتوي چې له دې مخکې هم حکومت له خلکو غوښتي وو چې عمومي عفوه اعلان شوې او هيڅوک دې له هېواده نه وځي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم پرون په یوه ناسته کې له هغو افغانانو چې د وروستیو تحولاتو په ترڅ کې یې هېواد پرېیښی، وغوښتل چې بېرته راستانه شي.
پایله:
خو حکومتي سرچینې هغه اوازې چې ګویا د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د تېر حکومت چارواکي هيڅکله نه شي کولی افغانستان ته راشي، ردوي.
حکم: هغه اوازه چې ګواګې د تېر حکومت چارواکو ته هېواد ته د راستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، واقعیت نه لري.
Views: 1413
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن