فراه ښار (پژواک،۲مرغومی ۱۴۰۰): په فراه کې څو تنه سوالګر چې د ژوند له سختيو سره لاس او ګرېوان دي، وايي له ستونزو سره سره سولې او امن ته خوښ دي، ځکه د تېرو جګړو له امله يې دروېزګري هم په ارام زړه نه شوای کولی.
په افغانستان کې څو لسیزو اوږدو جګړو نه یواځې دا چې زموږ بشري، فرهنګي او پوهنیزه شتمني له خاورو سره خاورې کړې، بلکې ټولنیز او اقتصادي ناورین او تاوتریخوالی يې هم له ځان سره راوړی دی. ډېری هېوادوال مو بېکاره او پر کور کښېناستل، حتی ډېری یې معیوب دي چې له ځينو د اولادونو روزنه او پالنه پاتې شوه.
په فراه ښار کې ډېری غریبان د خیر او خیرات ټولولو په موخه دوکان په دوکان ګرځېدل، ځینې بیا د څه غوښتلو لپاره پر عامو لارو ناست وو، ځینې یې آن د لارو په منځ کې پر جمپونو ناست وو او د سوال لاس یې پورته کړی وو، خو یواځې شاوخوا ۵۵ کلن سپین ږیری جمعه خان کاکا، چې په یوه سترګه ړوند دی، د فراه ښار په سوداګریز مارکېټ کې خیرات ټولوي.
ده د همدې مارکېټ وروستي پوړ ته د ښکته کېدونکو زینو په اخیرنۍ برخه کې په اخیري زینه کې یوې سور رنګې پایې ته په ډېره ناهیلۍ سره تکیه کړې ده، په لوړه زینه کې يې د خپل پټو په یوه څنډه کې لږو پیسو ته پام دی. دا چې د ژمي لومړنۍ ورځ ده، د نورو ورځو په پرتله یخني په کې یو پر دوه زیاته شوې، ده د پټو یوه څنډه پر ځان را کش کړې او پر بله څنډه کې د خیرات ټولې شوې پیسې (یو زوړ لسګون، پنځه فلزي یوه ګون او دوه فلزي دوه ګون)، چې ځینې له یو بل څخه مرور او ځینې بیا له یو بل سره لکه دوه مینان غاړه پر غاړه دي، پرتې دي.
جمعه خان کاکا چې په اصل کې د فاریاب ولایت استوګن دی، څلور کاله وړاندې فراه ښار ته را کډه شوی دی او د دوو کورنیو (یوه یې د قرباني شوي ورور او بله یې خپله) مسوولیت پر غاړه لري، وایي چې د غریبې او کار کولو نه دی، یوه سترګه یې معیوبه ده او دا بله سترګه یې د زیاتو لیدو توانایي نه لري.
دی په ژړغونکي اواز وایي: “په کور کې مې هیڅ هم نشته، همدا یې لامل دی چې خیرات ته مې مخه کړه، یوم (بېل) او کولنګ را باندې غښتلي دي، ځکه چې د سترګو له خوا کمزوری یم.”
جمعه خان چې د ژوند له سختيو سره مبارزه کوي او هیڅ پروا یې نه لري، خو په هېواد کې د سولې او ارامۍ تږی دی، وايي: “لوږه مې خوښه ده، خو له جنګ او جګړو څخه کرکه کوم.”
دی چې سوله ارامي او کراري ګڼي، زياتوي چې سوله د الله (جل جلاله) هغه لوی نعمت دی چې له برکته یې ټول انسانان او ژوندي موجودات په ازاده فضا او سوکاله چاپېریال کې ژوند تېروي او د ټولو وګړو ترمنځ خوښي او نېکمرغي راولي.
دی وايي: “په سوله کې زه له کور څخه په ډاډه زړه راوځم، زما سره وېره نه وي، کله چې جنګ و، زه بل تل په کور کې ناست وم، هره شېبه به مې د ټک، چاودنې او یا هم د جنګ انتظار کاوه.”
د هغه په وينا، کله به يې چې خیرات ټولاوه، ډېر به وېرېده، ځکه چې زموږ ډېر هېوادوال او بېوزله وګړي د موټر بم، هدفي وژنو او دې ته ورته د نورو پېښو قربانیان شول.
بل خوا نوی ټوکېدلی او تنکی ځوان عبدل، چې د عمر یوه لسیزه یې تېره شوې، د برګر پلورنځي په څنګ کې له یوه نیم ځوړند لسګون او یوې تشې پلاستیکې بورۍ سره په ډېرې حیرانتیا او مایوسۍ ولاړ دی، له یوې خوا ستړی، بې ګټې او له بلې خوا د ده همځولو برګر اخیستونکو زده کوونکو ته فکر وړی، دوی هر یو په ښکلو او رنګارنګ جامو کې په ډېرې خوښۍ غاړه په غاړه، له خندا او خوښیو ډک، د دنیا له غمه ناخبره، لکه د نوي کال مسافرې زاڼې سېل سېل را روان دي، برګر اخلي او خپلو ښوونځيو ته له کتابونو او ټولګیوالو سره یو ځای په ډېر ناز او نخرو درومي.
یوولس کلن عبدل د فراه ښار د محمداباد د کلي اوسېدونکی دی، پلار یې د تېرو جګړو له لاسه معیوب شوی دی.
دی اوس د بېوزلۍ له لاسه له زده کړو بې برخې دی او خیرات ټولوي.
هغه له جګړې او جګړه خوښوونکو څخه کرکه لري او وایي: “پلار مې د ملي پوځ سرتېری و چې د زهرجنې او وژونکې مرمۍ ښکار شو، اوس په کور کې په نیمګړي بدن د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، زه د خپل او کورنۍ لپاره خیرات ټولوم او د دوی لپاره خرڅه او لګښت له دې لارې برابروم.”
خو دی سوله او پخلاینه جوړه بولي او ورته خوښ دی، وايي: “په سوله کې موږ په ډاډه زړه کار کولای شو، سوله لکه مور مهربانه ده، نه غواړي چې په هېواد یا یوه سیمه کې وینه تویې شي او یا هم انسان ووژل شي، که چېرته مخکې سوله وای، اوس به ما هم د خپل پلار په همکارۍ زده کړې کولې او د دې ماشومانو په څېر به زه هم په ښکلو جامو کې له خپلو ټولګیوالو سره ښوونځي ته تلم.”
عبدل نور له جنګ جګړو څخه ډېر ستړی شوی دی، وایي: نوره جګړه بس ده، راځئ چې د جګړې او ورور وژنې پر ځای د هېواد رغونې او د ده په څېر د ښکلو ماشومانو د زده کړو لپاره سره یو شو.
په قدم قدم وهلو سره مې سترګې پر یو بل چا ولګېدلې، د سړک په منځ، د جوړ شوي چمپ پر سر مېرمن (سبزه ګله)، چې مخ ته یې یو ښکلی ماشوم او یو متر ټوکر چې د خپلې مهربانۍ له مخې یې د خپل زوی لپاره هوار کړی و، مخامخ شوم.
د جګړو او سړې هوا له امله له کندوزه فراه ولایت ته راغلې مېشته کډواله خیرات ټولوونکې سبزه ګله، له شپږو اولادونو (۳ زامنو او ۳ لورګانو) او یوه ناروغ خاوند چې د پښتورګو ناروغي لري، د ښار په یوه څنډه، د ژمي په دې یخ موسم کې په یوه کوچنۍ څو رنګه او له رنګارنګ ټوکرانو څخه په جوړه شوې کېږدۍ کې، په داسې حال کې ژوند کوي چې د اشپزي وسایل (ګاز، دېګ بخار، ستل، دېګ او څو دانې زړې کاسې) يې په یوه کڅوړه کې پر دېوال داسې را ځوړند کړي دي، لکه د قصاب له خوا څخه حلال شوی پسه.
د کېږدۍ په څنګ کې، د ژمي په موسم نوي ټوکېدلي زړه وړونکي ګلان (ماشومان) دانه دانه او جلا جلا د کامرې پر مخ په بل انداز او ډول سره ځان را ښکاره کوي. دوی ټول هک حیران ولاړ دي، د ښکلي ماشومتوب، ځانونو ته د ملګرو موندنې، لوبو او ساتېري خوږ وخت او خوږې شېبې د همدې کېږدۍ په ملګرتیا او د دې په څنګ کې تېروي.
مېرمن سبزه ګله وایي، دوی اړ دي چې په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ له دې لارې لاسته راوړو او خپلې ورځنۍ چارې پرې مخته یوسي.
دا له دې ټولو ستونزو سره سره سولې او امن ته خوشحاله ده، له جګړې څخه سر ټکوي او وایي: “ما او کورنۍ مې تل ډېر بد احساس کاوه، ځکه چې زه او ماشومانو به مې تل همداسې پر سړک ولاړ او خیرات به مو ټولاوه، موږ تل ډېر په منډه کې ژوند کاوه، د اوسېدو او استوګنې سیمه مو معلومه نه وه، تل به له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په کډه وو، ولې اوس ډېر خوښ یو.”
مېرمن سبزه ګله له نوې راغلې سولې او ارامۍ سره ډېره خوښي څرګندوي، دا سولې ته د پردې لقب ورکوي او وایي: “سوله زموږ حق دی، دا د سولې او امن برکت دی چې اوس له خپلې پلرنۍ سیمې (کندوز) څخه په لرې پرتې سیمه کې په یوه ناڅيزه کېږدۍ کې په ډاډه زړه اوسم او د هیڅ څيز د وېرې او خطر احساس نه کوم.”
دا همدارنګه سوله سوکالۍ، ارامي او خوښي ګڼي، وایي: “هره شپه له خپلو اولادونو سره په خپله کېږدۍ کې په ارامه زړه د الوتکې، بم، چاودنې او نورو وسلو له ناوړه غږ څخه پر بالښت سر ږدم او سهار بې له کومې وېرې ښار ته وځم چې دا زما لپاره په دې نړۍ او ژوند کې هر څه دي.”
Views: 14
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP