ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار د واورې اورښت له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د واورې اورښت له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
26 Dec 2021 - 14:48
د سالنګ لویه لار د واورې اورښت له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
آرشیف
author avatar
26 Dec 2021 - 14:48

چاریکار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لار چې مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، نن سهار له دواړو لورو د واورې اورېدو له مله د تېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګ د ساتنې او مراقبت رییس قاضي عبیدالله عبید وایي چې په سالنګونو کې له شل څخه تر دېرش سانتي مترو پورې واوره شوې او لا هم اوري.

هغه وویل چې له همدې امله یاده لاره د ټېلري موټرو پر مخ بنده شوې ده.

دغه لار د هندوکش په غرونو کې د ۲،۷ کیلومتره په اوږدوالي له یوه تونله تېرېږي چې په اوږدو کې یې پروان او بغلان ولایتونه هم پراته دي.

په ژمي کې له یادې لارې تېرېدل له خطرونو ډک وي.

د ۱۳۸۸ کال په سلواغې میاشت کې په سوېلي سالنګ کې د توپان او واورې اورېدو له امله ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.