ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان نساجۍ برېښنا بند دوو توربینونو تولید پیل کړ

د بغلان نساجۍ برېښنا بند دوو توربینونو تولید پیل کړ

author avatar
29 Dec 2021 - 15:36
د بغلان نساجۍ برېښنا بند دوو توربینونو تولید پیل کړ
author avatar
29 Dec 2021 - 15:36

پلخمري (پژواک، ٨ مرغومی ۱۴۰۰): د بغلان د نساجۍ برېښنا بند دوو توربینونو تولید پیل او د درېیم توربین د ترمیم چارې روانې دي.

د بغلان د نساجۍ برېښنا مسوولین وايي چې د بند د توربینونو د استهلاک کېدو له امله له یو څه مودې راهیسې د برېښنا تولید شتون نه درلوده او مشترکین یې له ستونزو سره مخ وو، خو اوس په دويم او درېیم توربین کې د برېښنا د تولید چارې پیل شوې دي.

د نساجۍ برېښنا بند امر احمد سير فيضي د مرغومي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه بند درېيواړه توربينونه استهلاک شوي وو.

هغه وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې دوى ډېرې هلې ځلې وکړې ترڅو دغه توربينونه يو ځل فعاله کړي.

دى زياتوي چې دا مهال د دغه بند دويم او درېيم توربين يو ځل فعاله شوي او توليد يې پيل کړى او د لومړي توربين چارې هم پنځوس سلنه پرمخ تللې دي.

ده زياته کړه: ((ددغه بند ټول سامان الات د المان د زيمنس کمپنۍ دي خو زيمنس اوس خپل فعاليت بند کړى او وسايل یې په بازار کې نه پيدا کيږي، نو موږ مجبور شولو چې له داغمه لروونکو پرزه جاتو څخه ګټه واخلو.))

د فیضي په خبره، چې په سیند کې د اوبو کچې د لوړېدو تر وخته پورې به د نساجۍ برېښنا درې واړه توربینونه تولید ته چمتو شي .

د دغه امریت د معلوماتو له مخې، د نساجي برېښنا د درېیواړو توربینونو د برېښنا ظرفیت درې نیم میګاواټه دی چې ۱۶۰۰ کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

د يادونې ده چې د بغلان د نساجي د برېښنا بند په ۱۳۲۱ لمریز کال کې جوړ شوی او تر اوسه يې ۷۹ کاله فعاليت کړى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.