کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د ښاروالۍ په همغږۍ یې د کابل سیند پاکولو په موخه له کمپنۍ تر څرخي پله سیمې پورې د دغه سیند تخنیکي سروې پیل کړې ده.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ، د دې ادارې د رییس ملا نورالدین ترابي په لارښوونه د کابل سیند د وضعیت، د رسوباتو د کچې ارزونې او پاکېدو وړ سیمو پېژندلو په موخه تخنیکي سروې پیل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دغه بهیر کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې او د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو د کابل سیند د لارې سروې د کمپنۍ پله له سیمې پیل کړې او د څرخي پله تر سیمې پورې به ورسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې سروې په جریان کې د سیند د لارې وضعیت، د رسوباتو کچه او زیانمنې سیمې تر تخنیکي ارزونې او څېړنې لاندې نیول کېږي.
یادې ادارې لیکلي، د پلان له مخې، د سروې د بهیر له بشپړېدو وروسته به له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له لوري په مشخص شوو سیمو کې د رسوباتو پاکولو، د سیند د لارې د تنظیم او پرانیستلو چارې پیل شي.
یادې ادارې لیکلي، دغه اقدام د اوبو د لارې بندېدو له امله د رامنځتهکېدونکو خطرونو د مدیریت، د ښاري اوبو درېدو او سېلابونو د احتمال کمولو او د کابل سیند په لاره کې د اوبو د تېرېدو د ظرفیت ښه کولو په موخه ترسره کېږي.