ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رینا امیري د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وټاکل شوه

رینا امیري د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وټاکل شوه

author avatar
30 Dec 2021 - 12:00
رینا امیري د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وټاکل شوه
author avatar
30 Dec 2021 - 12:00

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ١٤٠٠): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې رينا اميري د افغان مېرمنو په چارو کې د دغه هېواد ځانګړې استازې ټاکل شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون ويلي: “د ځانګړې استازې په توګه به هغه [امیري] ماته، حکومت او د متحده ایالتونو ملي امنیت ته د اساسي اهمیت وړ مسایلو، بشري حقونو او د ښځو، نجونو او نورو مختلفو ټولنو په اړوند چې له خطر سره مخ دي، خبر راکوي او کار به کوي.”

د امريکا غږ د راپور له مخې، بلینکن همداشان ویلي چې د یو “سوله ییز، باثبات او امن” افغانستان په هیله دی چې په کې ټول افغانان وکړای شي ژوند وکړي.”

دغه راز بلینکن وايي چې سټیفني فوسټر د افغانانو د بیا مېشت کولو د هڅو د همغږۍ ټېم په ترکیب کې د ښځو او نجونو په چارو کې د لوړپوړې سلاکارې په توګه ګومارل شوې ده.

رینا امیري په تېرو دوو لسیزو کې د متحده ایالتونو په حکومت، ملګرو ملتونو او د افغانستان اړوند څېړنیزو ټولنو کې کار کړی دی.

هغې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د سلاکارې په توګه هم کار کړی دی.

امیري یو وخت د نیویارک پوهنتون د نړیوالو چارو په مرکز کې لوړپوړې څېړونکې وه او د افغانستان او سیمې اړوند د سولې ازمایښتونو، امنیت او پرمختیا پروګرامونو مشري یې کوله.

امیري د بن د موافقې د لاسلیک پر وخت د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د سیاسي ټېم غړې هم وه.

رینا امیري په کوچنیتوب کې له خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته کډواله شوې او خپلې لوړې زده کړې یې د حقوقو او ډیپلوماسۍ په څانګه کې د امریکا په تفتس پوهنتون کې کړې دي.

Views: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.