ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې په لومړي ځل د ‘سکي’ لوبه پیل شوه

غزني کې په لومړي ځل د ‘سکي’ لوبه پیل شوه

author avatar
8 Jan 2022 - 14:55
غزني کې په لومړي ځل د ‘سکي’ لوبه پیل شوه
author avatar
8 Jan 2022 - 14:55

غزني (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۰): په غزني کې لومړی ځل د سکي لوبې پیل شوې او په دې توګه له کابل، پنجشېر او بامیان وروسته غزني څلورم ولایت شو چې دا لوبې په کې کېږي.

په یاد ولایت کې د سکي دا لوبې له هغه وروسته پیلېږي چې په دې وروستیو کې ډېره واوره اورېدلې او د دې لوبې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

د دې لوبې لپاره ۱۲ کسیز کلب جوړ شو او د غزني دولتي پوهنتون شا ته د کلا جوز په غرونو کې یې دغه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د غزني د ورزشي فدراسیون مسوولین وايي، خوشحاله دي چې په دغه ولایت کې هم د سکي لوبه پیل شوه.

د دې ادارې مرستیال سید نېکبین پژواک خبري اژانس ته وویل، سکي لوبه په غزني کې فدراسیون نه لري خو لومړی کلب یې جوړ شو.

هغه زیاته کړه: ((لومړی ځل دی چې د واورې له اورښت سره په غزني کې د سکي لوبه وشوه چې ۱۲ کسانو برخه په کې اخیستې وه، زموږ هیله دا ده چې د دې لوبې لوبغاړي ډېر شي او وروسته د دې لوبې فدراسیون هم جوړ کړو.))

نوموړي په دې برخه کې له ملي فدراسیونه د همکارۍ هیله وکړه څو په غزني کې د سکي لوبې په پراختیا کې مرسته وکړي.

په غزني کې د سکي لوبې د تازه جوړ شوي کلب مشر محمد علي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کلب له ۱۲ هغو لوبغاړو جوړ شوی چې مخکې یې په پنجشېر او بامیان ولایتونو کې دا لوبې کړې دي.

هغه زیاته کړه، که چارواکي له دوی سره همکاري وکړي نو کولای شي په راتلونکې کې په کور دننه او بهر دغه لوبې نندارې ته وړاندې کړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

دی ويي: ((دا چې سږ کال په غزني کې ډېره واوره اورېدلې نو دلته مو هم دا لوبه پيل کړه، مخکې مو دا لوبه یوازې په بامیان کې کوله.))

نوموړي پر چارواکو او خلکو د مرستې غږ وکړ څو سکي لوبه په غزني کې ترویج شي او وده ومومي، وروسته د دغه ولایت ټېمونه په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي او هېواد ته ویاړونه راوړي.

د سکي لوبغاړي سید علي چې مخکې یې په بامیان کې دا لوبه کوله، پژواک ته وویل، د غزني له واورو ډک غرونه د دې لوبې لپاره ډېر جوړ دي او په لومړي ځل یې دلته د دې لوبې له کولو خوند واخیست.

د ده په خبره، نه یوازې دلته به د دې لوبې تمرین کوي، بلکې نور ځوانان به هم دغې لوبې ته وهڅوي.

د غزني ښار اوسېدونکی خلیل ایازي چې د سکي لوبې مینه وال هم دی، ډېر خوشحاله دی چې دغلته دا لوبې پيل شوې دي.

هغه پژواک ته وویل، دغه ولایت له پخوا سکي لوبې ته جوړ و او هیله یې لرله چې دلته هم پیل شي چې له ښه مرغه دا هیله یې پوره شوه.

دی د غزني له چارواکو غوښتنه کوي چې د ژمي په دې موسم کې چې د واورې اورښت پیل شوی، د دغې لوبې سیالۍ جوړې کړي.

غزني د هېواد له هغو ولایتونو دی چې غرونه یې د سکي لوبې شرایطو ته برابر دي خو په تېرو کلونو کې ناامنیو د دې لوبې مخه نیولې وه.

سکي په نړۍ کې پخوانۍ خو په افغانستان کې نوې غوړېدلې لوبه ده چې د ژمي په موسم کې لوبغاړي د پلېټ په بڼه اوږده لرګي په پښو پورې تړي او بیا په واورو کې ښویېږي چې ډېرې بڼې او شرایط لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.