Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني کې لسګونه بې جوازه روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوي دي

غزني (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په غزني ښار او ولسوالیو کې یې لسګونه هغه روغتیايي مرکزونه، کلینیکونه او درملتونونه تړلي چې د فعالیت جواز یې نه درلود.

هغوی زیاتوي، د دغه کار لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی چې په ښار او ولسوالیو کې د دغو مرکزونو د اسنادو د ارزولو چاره ور سپارل شوې ده.

مولوي محمد حنیف مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله د غزني په مقر ولسوالي کې ۳۲ درملتونونه، ۷ د غاښونو کلینیکونه، ۴ خصوصي کلینیکونه، ۷ شخصي کتنځایونه، ۶ لابراتورونه او ۳ د ایکسرې مرکزونه تړل شوي چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه درلودل.

دغه راز ده زیاته کړه چې په ګیلان ولسوالي کې ۲۲ درملتونونه، ۶ د غاښونو کلینیکونه، ۲ خصوصي روغتیايي مرکزونه، ۸ شخصي کتنځایونه او ۴ لابراتوارونه تړل شوي دي.

هغه ناوه ولسوالي یاده کړه چې په ورته توګه په کې ۲۷ درملتونونه، ۹ د غاښونو کلینیکونه، ۴ خصوصي روغتیايي مرکزونه او ۴ د درملو عمده پلورنځي او په قره باغ ولسوالي کې بیا ۳ درملتونونه، ۱۸ د غاښونو کلینیکونه، ۳ لابراتوارونه او ۵ شخصي کتنځایونه تړل شوي دي.

حنیف وايي، د روغتیايي مرکزونو او درملتونونو د فعالیت د څېړلو لړۍ روانه ده او په دې برخه کې له هیچا سره مراعات نه کېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې له قانوني جوار پرته به هیڅ روغتیايي مرکز او درملتون ته د فعالیت اجازه ور نه کړل شي.

د ده په وینا، له هغه وروسته چې لسګونه روغتیايي مرکزونه او درملتونونه یې تړلي، یو شمېر څښتنانو یې دوی ته مراجعه کړې او ژمنه یې کړې ده چې د یوې میاشتې په موده کې به قانوني جوازونه اخلي او خپل اسناد به اصلاح کوي.

نوموړي وویل، که هغوی په ټاکلې موده کې د فعالیت قانوني جوازونه وا نه خلي نو روغتیايي مرکزونه او درملتونونه به یې د تل لپاره وتړل شي.

همدا راز هغه دا هم وویل چې د دغه کمپاین په لړ کې یې په ټنونو تاریخ تېر او بې کیفیته درمل هم راټول کړي او له منځه وړي دي.

د غزني اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، روغتیايي خدمات باید قانوني او معیاري وي، ځکه دا چاره د انسانانو له روغتیا او ژوند سره تړلې ده.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر حکومت پر مهال په ښار او ولسوالیو کې په لسګونو روغتیايي مرکزونه او درملتونونه د رشوت، واسطې او زور په بدل کې په ناقانونه توګه جوړ شوي دي.

دی وايي، د دغسې مرکزونو خدمات معیاري نه وو، مالکان یې یوازې د تجارت په فکر کې وو نو ځکه باید وتړل شي.

د یوه روغتیايي مرکز مسوول احمد خان چې د فعالیت قانوني جواز نه لري، پژواک ته وویل، د تېر حکومت پر مهال یې څو ځلې هڅه وکړه چې جواز واخلي خو و نه توانېد.

دی وايي، د رشوت او واسطو له امله ان له میاشتو میاشتو منډو ترړو سره و نه توانېد چې جواز واخلي، هماغه و چې په خپل کار یې پيل وکړ او تصمیم یې ونیو چې د جواز کار به ورو ورو خلاص کړي تر هغه چې بدلون راغی او حکومت بدل شو.

د ده په خبره، هڅه کوي جواز تر لاسه او خپل فعالیت ته قانوني بڼه ورکړي.

په ادارو کې له فساد او رشوت ور ها خوا ناامني هم د دې لامل شوې وه چې خلک په لرې سیمو کې له جواز پرته په ناقانونه توګه روغتیايي مرکزونه او درملتونونه جوړ کړي.

خو چارواکي وايي، پرېکړه یې کړې څو ټول روغتیايي خدمات قانوني او معیاري شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.